په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د الکترونیکي زده کړو د مدیریت سیسټم (HELMS) ښوونیز ورکشاپ پرانیستل شو
غونډه د قرانکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول.
لومړی د استادانو د مسلکي روزنې او پراختیا آمر ښاغلي پوهندوی محمد یونس وفا د یاد شوي ورکشاپ په اړه چې د پوهنځیو د تدریسي مدیرانو لپاره په لاره اچول شوی وو په تفصیل سره خبرې وکړې، چې موخه یې محصلینو ته د استادانو لپاره د آنلاین درسونو برابرول دي.
ورپسې د دغه پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي استاد محترم سید شفیع الله سادات د ورکشاپ ګډونوالو ته خپل ړوند چمتو شوی پریزنټیشن وړاندې کړ.
د يادونې وړ ده، چې دغه ورکشاپ د یاد پوهنتون د پوهنځيو د تدريسی مديرانو لپاره د استادانو د مسلکي ودې څانګې (PDC) له خوا جوړ شوى و.