په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې دلوړو زده کړو وزارت د لوایحو توضیح او د کارمندانو ظرفیت لوړولو اونیزه غونډه ترسره شوه

kpu_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۰ - ۲۳:۳۵
په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې دلوړو زده کړو وزارت د لوایحو توضیح او د کارمندانو ظرفیت لوړولو اونیزه غونډه ترسره شوه

غونډه د قران کریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه

سیمنیار هفته وار توضیح لوایح وزارت تحصیلات عالی وارتقای ظرفیت کارمندان برگزار گردید

په دې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي او د کابل پولي تخنيک پوهنتون ماليې او اداري مرستيال ښاغلي انجنير زيارمل خطاب، مسوولينو او کارکوونکو ګډون کړى و.

ښاغلي انجینر زیارمل خطاب د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي او د دغه پوهنتون د مالې او اداري چارو مرستیال د کارکوونکو د ظرفیتونو د لوړولو په موخه د اونیزه غونډی په ارزښت خبرې وکړې او ټولنې ته د خدمت کولو او په حاکم نظام کې د ګډون لپاره د عهد پوره کول يو ضروري او حتمي امر وګڼل او وویل چې په کارونو کې غفلت او بې پروايي د قيامت په ورځ د الله (ج) له لوري تر پوښتنې لاندې راځې او ټول کارکوونکي ئی وهڅول او ټينګار يې وکړ، چې د وظيفې اصول ، د کاري ساعتونو مراعات کیدل په کاري چارو کې همغږي، اتحاد او اخلاص ولري.

سیمنیار هفته وار توضیح لوایح وزارت تحصیلات عالی وارتقای ظرفیت کارمندان برگزار گردید

همدا رازهغه د الله ج او د رسول الله صلی الله علیه وسلم او آمرینو د احکامو اطاعت د الهي او اسلامي لارښوونو په رڼا کې په تفصیل سره خبرې وکړې او د اسلامي نظام د حاکمیت په اړه، په اسلام کې د عدالت او مساوات مسله، د مسلمانانو د رهبرۍ د شرایطو ټاکل، په اسلام کې د ماشومانو، ښځو او والدینو پرحقوقو په تفصیل سره خبری وشوي.

سیمنیار هفته وار توضیح لوایح وزارت تحصیلات عالی وارتقای ظرفیت کارمندان برگزار گردید

غونډه د افغانستان خلکوته د خیر او رستګاری د دعا سره پای ته ورسیده.

سیمنیار هفته وار توضیح لوایح وزارت تحصیلات عالی وارتقای ظرفیت کارمندان برگزار گردید

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د علمي ټولنې لپاره د نويو ښوونیزو فرصتونو برابرول

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د خپلو محصلانو، استادانو او کارکوونکو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو او د تخصصي مهارتونو د پراختیا په موخه له یو شمېر ښوونېزو مرکزونو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۴
Background image

کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په اړه یو ورځنی سیمینار ترسره شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په موخه یو ورځنی پوهنېز سیمینار ترسره شو، چې د دغه پوهنتون د ټولو برخو اداري کارمندانو پکې ګډون کړی وو.

د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۳۳
Background image

د " اپتیک او نسبیت " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د الکترومیخانیک پوهنځي د فزیک څانګې استاد پوهاند احد خان پیاوړی له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دا اثر د جیودیزی علومو په برخه کې په ځانګړي. . .

BACK TO NEWS

User account menu