په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې استادانو ته د زلزلې د خطرونو په اړه د پوهاوي روزنیز پروګرام دائر شو.
پروګرام د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو.
لومړی د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د زلزلې چارو کارپوه ښاغلي انجنیرسروالدین سیفي د زلزلې د خطرونو او د هغوی د پایلو په اړه د پوهاوي او خوندیتوب په اړه خپل پریزنټیشن حاضرینو ته وړاندې کړ.
ورپسې د آغاخان موسیسې د پراختیایې شبکې له خوا د زلزلې دخطرونوڅخه د ساتنې په اړه د همدې برخې مسئول ښاغلي انجنیرعبدالرزاق امیری د زلزلې پرمهال د ځان ساتنې عملي میتودونه د پروګرام ګدوالوته وړاندې کړل.
یاد پروګرام چې د آغاخان موسیسې او د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د پیښو څخه د مخنیوي ریاست له خوا په لاره اچول شوی وه چې، پکې د کابل پولي تخنیک پوهنتون استادانو، کارمندانو او محصلینو ګدون درل
د اړیکو او عامه پوهاوي آمریت