په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې نویو ګمارل شویو کارمندانو ته د ظرفیت لوړونې پنځه ورځنی سیمینار جوړ شو 25/1/1445---21/5/1402
سیمینار د قرآنکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شو.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلي انجنیر ذاکرالله ذاکري ټولو ګډونوالو او اړوندو مسؤلینو ته د ښه راغلاست وینا وکړه او د نویو ګمارل شویو کارکوونکو د کاري ظرفیت لوړولو په موخه یې د دغه سیمینار پر اهمیت هر اړخیزې خبرې وکړې.
ښاغلي ذاکري د دغه سیمینار له ګډونوالو وغوښتل چې په پوره لیوالتیا سره په دغه سیمینار کې ګډون وکړي او د دې قیمتې وقت خیال وساتي او له نویو فرصتونو څخه په بشپړ توګه ګټه پورته کړي.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو ریاست د ظرفیت لوړونې آمریت آمر ښاغلي عبیدالله مولایې د سیمینار د محتوا په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
د یادوني وړ ده چې دغه سیمینار به پنځه ورځي دوام وکړي او د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو ریاست د ظرفیت لوړونې آمریت آمر ښاغلي عبیدالله مولایې او ورسره ښاغلي شمس الدین فاروقي لخوا به پر مخ وړل کیږي.