په کابل پولي تخنیک پوهنتون کی د  GIS  د ظرفیت لوړولو ورکشاپ

kpu_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۷ - ۱۱:۱۳
په کابل پولي تخنیک پوهنتون کی د  GIS  د ظرفیت لوړولو ورکشاپ

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کي د اتو پوهنځیو د استادانو لپاره د GIS د ظرفیت لوړولو ورکشاپ د جیوماتیک او کادستر پوهنځي د جغرافیایی معلوماتي سیستم د څانګې له خوا د کابل پولي تخنیک پوهنتون د علمی معاونیت  د مسلکي ودې څانګې په همکارۍ جوړ شوه .

مراسم د  قرآنکریم مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شول.

ورکشاپ ارتقای ظرفیت GIS در پوهنتون پولی تخنیک کابل:

لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال د ورکشاپ له جوړیدو مننه وکړه او دغه ورکشاپ یې په تخنیکي او تخصصي برخو کې د دغه پوهنتون د استادانو د ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې ګټور او ارزښتناک وباله.

ورکشاپ ارتقای ظرفیت GIS در پوهنتون پولی تخنیک کابل:

ورپسې د جیوماتیک او کدستر پوهنځي رئیس ښاغلي پوهاند محمد انور سراج د ورکشاپ د پروګرام د محتوا او موادو په اړه معلومات وړاندې کړل او د دغه ورکشاپ تنظیمول یې اړین او مهم وګڼل.

ورکشاپ ارتقای ظرفیت GIS در پوهنتون پولی تخنیک کابل:

په دی  مراسمو کې د کابل پولي تخنيک پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي  پوهنوال دیپلوم انجنیر محمد نسيم نسيمي، د پوهنځيو رئيسانو او استادانو ګډون کړی و، په دغه ورکشاپ کې له هر پوهنځي څخه دوه دوه استادانو ګډون کړی وو چې يوه اوونۍ به  دوام وکړي.

ورکشاپ ارتقای ظرفیت GIS در پوهنتون پولی تخنیک کابل:

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۹:۳۹
Background image

د " انجینرۍ لنډه پېژندنه " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د انجینرۍ لنډه پېژندنه د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د ساختمانی پوهنځي د مهندسی څانګې استاد پوهنمل فضل الرحمن اخلاص له خوا ژباړل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دغه کتاب په ۷ فصلونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۲:۲۳
Background image

په کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې د «علمي لیکنې او په معتبرو نړیوالو علمي ژورنالونو کې د مقالو د خپرولو مهارتونو» درې ورځنی علمي سیمینار په حضوري او آنلاین بڼه پیل شو

د استادانو د علمي او څېړنیزو ظرفیتونو د لوړولو په موخه د «علمي لیکنې او په معتبرو نړیوالو علمي ژورنالونو کې د مقالو د خپرولو مهارتونو» تر عنوان لاندې درې ورځنی علمي سیمینار په حضوري او. . .

BACK TO NEWS

User account menu