په کابل پولي تخنیک پوهنتون د نویو محصلینو د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه 21/8/1444
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په دې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ښاغلي دوکتور لطف الله خیرخواه، ښاغلي مفتی شیخ عبدالسلام اشرفي د اقتصاد وزارت د کورنیو او بهرنیو انجیوگانو عمومي رئیس ، د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشرتابه هئیت، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو، آمرینو او محصلینو ګدون درلود.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال د پوهنتون راغلو میلمنو او نویو محصلینو ته ښه راغلاست وویل.
نوموړي د پوهنتون د لنډې پېژندنې، د پوهنتون د اهدافو، فوق لیسانس پروګرامونو، تدریسي او اداري اسانتیاوې او ظرفیتونه په اړه هر اړخیزې خبري وکړي او تولو ته یې د لا بریالیتوب هیله وکړه.
ورپسې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ښاغلي دوکتور لطف الله خیرخواه نویو زده کړیالانو ته د ښه لاغلاست ترڅنګ د علم او پوهې په ارزښت مفصلې خبرې وکړې.
ښاغلي خیرخواه په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې، علم ته د مادیاتو پیداکولو په سترګه نه، بلکې د یوه ستر معنوي ارزښت په سترګه وګورئ او محصلینو ته یې وویل چې، تاسو د کومې موخې لپاره راغلي یاست باید په راتلونکو څلورو کلونو کې یې ترلاسه کړئ.
همدارنګه د اقتصاد وزارت د کورنیو او بهرنیو انجوګانو عمومي رئیس ښاغلي شیخ مفتي عبدالسلام اشرفي د خپلو عالمانه خبرو په ترڅ کې نوي کامیاب شوي زده کړیالان د علم او پوهې زده کړې ته وهڅول او غوښته یې و کړه چې په پوره صداقت او میړانه خپل اسلام او هیواد ته کار وکړي
په پای کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د زده کړیالانو د خدماتو آمرښاغلي سید عین الله هاشمي او د تدارکاتو آمر ښاغلي مولوي امداد الله منصور لنډې خبرې وکړې.
غونډه د دعایې په ویلو سره پاي ته ورسیده.