د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د جیولوجي او کانونو پوهنځي محصلینو ته لابراتواري تجربې ترسره شوې
په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د جیولوجی او کانونو پوهنځي محصلینو ته لابراتواري تجربې، چې په کې د (( Constant head permeability، د پوائنټ بار او د شمیت هامر (SH) ازموینې شاملې دي د کابل پولي تخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي په مرکزي لابراتوارونو کې چې د جرمني د GIZ لخوا سمبال شوي ، ترسره شوې.
د یادونې وړ ده چې د دې ترڅنګ د معیاري ساحوي نفوذ ازموینه (SPT) هم د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ساختماني انجینري پوهنځي د لابراتوارونو د مسؤلینو په همکارۍ ترسره شوه.