د کابل پولي تخنیک پوهنتون په مالي او اداري معاونیت کې اداري غونډه ترسره شوه 24/11/1444

kpu_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۹ - ۱۰:۸
د کابل پولي تخنیک پوهنتون په مالي او اداري معاونیت کې اداري غونډه ترسره شوه  24/11/1444

غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
یاده غونډه چې د کابل پولي تخنيک پوهنتون د مالي او اداري معاون ښاغلي انجنير ذاکرالله ذاکري په
مشرۍ ترسره شوه، په کې د بودیجې د لګولو پر څرنګوالي، د ادارو د اړتیا وړ توکو په ګوته کولو او د
پوهنتون له بیلا بیلو برخو څخه له کاره لویدلو توکو په راټولو او د ورځنیو کارونو د ښه والي په اړه د
نظرونو تبادله وشوه.
همدارنګه آمرینو د ورځنیو چارو د ښه تطبیق په اړه خپل وړاندیزونه او نظرونه د غونډې ګډونوالو ته
څرګند کړل، چې د وړاندې شویو موضوعاتو د ښه تر سره کېدو په موخه د دغه پوهنتون مالي او اداري
معاون ښاغلي انجینر ذاکرالله ذاکري لخوا د هر راز همکاري ډاډ ورکړل شو.
د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د ښې همغږۍ په موخه د پوهنتون علمي معاون ښاغلي حافظ انجنیر
عنایت الله هم ګدون درلود.
غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.

جلسه اداری در معاونیت مالی و اداری پوهنتون پولی تخنیک کابل برگزار گردید  26/11/1444جلسه اداری در معاونیت مالی و اداری پوهنتون پولی تخنیک کابل برگزار گردید  26/11/1444جلسه اداری در معاونیت مالی و اداری پوهنتون پولی تخنیک کابل برگزار گردید  26/11/1444

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تشریح په اړه یو ورځنی ښوونیز سیمینار ترسره شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تطبیق څرنګوالي او د ټاکل شویو موخو، لومړیتوبونو او لارښوونو د تشریح او یاد پلان مطابق د کاري پلانونو د ترتیب په موخه، یو ورځنی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د علمي ټولنې لپاره د نويو ښوونیزو فرصتونو برابرول

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د خپلو محصلانو، استادانو او کارکوونکو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو او د تخصصي مهارتونو د پراختیا په موخه له یو شمېر ښوونېزو مرکزونو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۴
Background image

کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په اړه یو ورځنی سیمینار ترسره شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په موخه یو ورځنی پوهنېز سیمینار ترسره شو، چې د دغه پوهنتون د ټولو برخو اداري کارمندانو پکې ګډون کړی وو.

د. . .

BACK TO NEWS

User account menu