د کابل پولي تخنیک پوهنتون له بیلابیلو پوهنځيو څخه 800 تنه مسلکي انجنیران فارغ او د فراغت مراسم یې د ا.ا.ا لوړ رتبه مسؤلینو په ګډون سره تر سره شول.

kpu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۴ - ۱۱:۲۵
د کابل پولي تخنیک پوهنتون له بیلابیلو پوهنځيو څخه 800 تنه مسلکي انجنیران فارغ او د فراغت مراسم یې د ا.ا.ا لوړ رتبه مسؤلینو په ګډون سره تر سره شول.

یاد مراسم د قران کریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول.

په جوړو شویو مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، د اوبو او انرژی وزارت سرپرست وزیر ملا عبدالطیف منصور، د کانونو او پطرولیم وزارت سرپرست وزیر ملا هدایت الله بدری، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست  وزیر مولوي محمد یونس آخندزاده، د ښار جوړونې وزارت سرپرست وزیر ملا حمدالله نعماني، د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري هیئت، استادانو، اداري کارمندانو، محصلانو او میلمنو ګډون درلود.

په پیل کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون سرپرست رئیس انجنیر سردار ولي صالحي د پیلېزې او ښه راغلاست وینا تر څنګ فارغ شویو محصلانو او د هغوی کورنیو ته د فراغت مبارکي وویله.

ښاغلي صالحي وویل: فارغ شوي محصلان دي له موجوده فرصتونو څخه ګټه واخلي او د خپلو علمي مهارتونو، پوهې او تخصص په استفادې د ټولنې او هېواد هر اړخیز خدمت ته غاړه ورکړي.

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د یادو مسلکي انجنیرانو فراغت د هېواد لپاره یوه لویه لاس ته راوړنه وبلله.

ښاغلي ندیم محصلانو ته په خبرو کې زیاته کړه! تاسو باید یوازې په لیسانس بسنه ونه کړئ، خپلې زده کړې د ماسټري او دوکتورا تر کچې ورسوي ترڅو یې تجربې لا زیاتې او د هیواد او خلکو خدمت وکړئ.

نوموړی په خپلو خبرو کې وویل: ځوانان باید د دښمنانو لخوا هغو شایعاتو او تبلیغاتو ته غوږ ونه نیسي چې د دوی د روحیې د کمزوري کولو لپا خپریږي، د کار او اقتصادي وضعیت په اړه نا امید نشي، بلکې په قوي اراده سره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

ښاغلي ندیم  زیاته کړه، هېواد داسې افرادو ته اړتیا لري چې هم په دیني او هم په عصري علومو بشپړ تسلط ولري، ځکه، زموږ ټولنه ډاکټر، قاضي، انجنیر، مفتی او نورو متخصصینو ته اړتیا لري، تر څو د هېواد په پرمختګ کې هر اړخیزه برخه واخلي.

د غونډې په جریان کې د اوبو او انرژی وزارت سرپرست وزیر ملا عبدالطیف منصور ، د کانونو او پطرولیم وزارت سرپرست وزیر ملا هدایت الله بدری، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست  وزیر مولوي محمد یونس آخندزاده، د ښار جوړونې وزارت سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني، په نوبت په خپلو خبرو کې فارغینو او د هغوی قدرمنو کورنیو ته د مبارکي مراتب وړاندې کړل.

دوی دلوړو زده کړو وزارت هڅې وستایلې او د مسلکي انجنیرانو فراغت یې نه یوازې د لوړو زده کړو وزارت بلکې د ټول هیواد لپاره لویه لاسته وبلله.

 

 

همدارنګ هر یوه په دې ټینګار وکړ چې یاد فارغین به د خپلو وزارتونو په مسلکي بستونو کې ګماري او ورسره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه یې وکړه.

غونډه فارغینو د سندونو او ځانګړو جایزو په ورکولو او د دعايې په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د علمي ټولنې لپاره د نويو ښوونیزو فرصتونو برابرول

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د خپلو محصلانو، استادانو او کارکوونکو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو او د تخصصي مهارتونو د پراختیا په موخه له یو شمېر ښوونېزو مرکزونو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۴
Background image

کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په اړه یو ورځنی سیمینار ترسره شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په موخه یو ورځنی پوهنېز سیمینار ترسره شو، چې د دغه پوهنتون د ټولو برخو اداري کارمندانو پکې ګډون کړی وو.

د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۳۳
Background image

د " اپتیک او نسبیت " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د الکترومیخانیک پوهنځي د فزیک څانګې استاد پوهاند احد خان پیاوړی له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دا اثر د جیودیزی علومو په برخه کې په ځانګړي. . .

BACK TO NEWS

User account menu