د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس او د اداري څانګو د آمرینو ترمنځ د کارونو د ښه ترسراوي په موخه غونډه تر سره شوه.

kpu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۳۰ - ۹:۷
د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس او د اداري څانګو د آمرینو ترمنځ د کارونو د ښه ترسراوي په موخه غونډه تر سره شوه.

دغه ناسته د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د مشرتابه او د اداري برخو د آمرینو په ګډون د دې لپاره ترسره شوه، چې د یادو برخو ترمنځ همغږي، کارونه په خپل وخت ترسره او د ستونزو حل ته بشپړ رسیدګي وشي.

په پیل کې د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي مولوي محمد موسی فاروق د ټولو ګډونوالو هرکلی وکړ او په پیلیزو خبرو کې یې د اسلامي نظام پر اهمیت تفصیلي خبرې وکړې. نوموړي څرګنده کړه چې اسلامي نظام یوازې یو سیاسي جوړښت نه دی، بلکې د عدالت، نظم او خلکو ته د صادقانه خدمت لپاره یو بشپړ چوکاټ دی او زموږ مسؤولیت دا دی چې د دې نظام تر سیوري لاندې د صادقانه خدمت له لارې د سالم، شفاف او مؤثر مدیریت یو ښه مثال ووسو.

ښاغلي فاروق په خپلو خبرو کې زیاته کړه: اداري برخې د یوه علمي بنسټ د ملا تیر دی، پرته له همغږۍ او ژمنتیا پرمختګ ناشونی دی. هغه له ټولو آمرینو وغوښتل چې خپل مسؤولیتونه په پوره صداقت او شفافیت ترسره کړي.

نوموړي همداراز لارښوونه وکړه، چې مربوطه مسؤلین باید ورسپارل شوي کارونه په خپل وخت ترسره تر لاس لاندې کارمندان خپلو مسؤولیتونو متوجه او د هغوی له ورځنیو اجراآتو دې راپور واخیستل شي.

د ناستې په دویمه برخه کې اداري آمرینو خپل نظریات، لیدلوري او وړاندیزونه د ورځنیو چارو د بهبود لپاره وړاندې کړل، چې دا نظریات د پوهنتون د عمومي رئیس له‌خوا په غور واورېدل شول او نوموړي هم اړوند لازمې لارښوونې او مشورې د لا ډېر پرمختګ په موخه وړاندې کړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۵۳
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون منسوبینو ته د "قرانکریم تفسیر او ژباړي" لړۍ پای ته ورسېده

د قرآن کریم د «تفسیر او ژباړې» درسونه چې د روژي مبارکې میاشتې په مناسبت د کابل پولي تخنیک پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له لوري د پوهنتون کارکوونکو ته تنظیم شوي وو، په بریالیتوب سره پای. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۳۶
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ۱۴۰۳ او ۱۴۰۴ ه ش تحصیلي کال ۱۲۰۰ تنه فارغ محصلین د کاري زده کړو او کاري فرصتونو د تر لاسه کولو په موخه اطلاعتو او کلتور وزارت ته معرفي کړل

د کابل پولي تخنیک پوهنتون او دولتي ادارو ترمنځ د بنسټیزو همکاریو د پیاوړتیا او د اکاډمیکو زده کړو او د کار بازار اړتیاوو ترمنځ د اغېزمن تړاو د رامنځته کولو په موخه، د ۱۴۰۳ او ۱۴۰۴ ه ش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۹:۵۵
Background image

له کابل پولي تخنیک پوهنتون څخه په ۱۴۰۴هـ.ش کال کې د لېسانس او ماسټري په کچه څه باندې ۱۰۰۰ کسه انجنیران فارغ شول

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې په همدې مناسبت جوړې شوې فراغتغونډه کې د لوړو زده کړو او عدلیې محترمو وزیر صاحبانو، د مرکزي پوهنتونونو رئیسانو، د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشرتابه پلاوي،. . .

BACK TO NEWS

User account menu