د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کارمندانو عقیدتي او اصلاحي غونډي په عادي ډول جریان لري
د دیني پوهاوي د کچې لوړولو په هدف د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کارمندانو لپاره عقیدتي او اصلاحي غونډي هره ورځ د معمول سره سم جریان لري.
يادې غونډي هره ورځ د کابل پولي تخنيک پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له خوا ترسره کېږي.
د یادونې وړ ده چې دا غونډي هره اونۍ، د شنبې او یکشنبې ورځو د کارمندانو او استادانو ، دوشنبې، سه شنبې، چهارشنبې د کارکنانو او پنجشنبې ورځ د کابل پولي تخنیک پوهنتون ټول منسوبینو ته ترسره کیږي.