د کابل پولي تخنیک پوهنتون د پوهنځیو تر منځ د کرکت لس آوریزه ټورنمنت پیل شو 21/1/1445—17/5/1402
د ټورنمنت د پیل مراسم د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول.
په دې مراسمو کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشرتابه، د الفت ښوونیز مرکز مسوولینو، اداري آمرینو، استادانو، محصلینو او میلمنو ګډون درلود .
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون عومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال ټولو ته د ښه راغلاست وینا وکړه، دغه راز د دغه پوهنتون د ورزشي آمریت له مسوولينو څخه يې د يادو سياليو د تر سره کولو له امله مننه او قدرداني وکړه.
نوموړي ورزشکارانو ته د سپورت د اهمیت په اړه خبرې وکړې او له دې لاري یې لا زیاتو زده کړه ته و هڅول.
ورپسې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کرکټ لوبډلې مسول احمد سیر عمرزي د دغه سیالیو د ترسره کېدو د څرنګوالي او هدف په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
په اخیر کې د یاد ټورنمنټ پیلیزه لوبه د کمپيوټر ساينس پوهنځي او د الکترو ميخانيک پوهنځي د کرکټ تیمونو ترمنځ ترسره شوه چي، په پایله کې، د کمپيوټر ساينس پوهنځي د الکترو ميخانيک پوهنځي کرکټ ټیم ته په 60 منډو توپیر ماتې ورکړه.
ديادونې وړ ده چې په يادو سياليو کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د اتو پوهنځیو د کرکټ ټيمونو ګډون کړى او لس ورځې به دوام وکړي.