د کابل پولي تخنیک پوهنتون د پوهنځیو ترمنځ د باسکټ بال سیالۍ پیل شوې

kpu_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۸ - ۹:۵۷
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د پوهنځیو ترمنځ د باسکټ بال سیالۍ پیل شوې

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د سپورت آمریت له خوا د شپږو پوهنځیو ترمنځ د باسکټ بال سیالۍ پیل شوې.

یاد مراسم د قرانکریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شول.

لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي ریس ښاغلي عبدالرشید اقبال د ټولنې ترمنځ د تفاهم او دوستۍ د پیاوړتیا په برخه کې د سپورت په ارزښت خبرې وکړې او روحي روغتیا یې له ورزش سره تړلې وبلله او ورزشکارانو ته یې له لوی ربج څخه د بریا هیله وښوده.

برگزاری مسابقات باسکت بال بین پوهنځی های پوهنتون پولی تخنیک کابل

ورپسې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د بشري منابع آمر قاضي محمد انس د خبرو پر مهال سپورټ د انسان د بدن او ذهن لپاره اغېزمن وباله، د روغتیا او هوساینې لپاره یې د سپورت په ګټو خبرې وکړې او ورزشکارانو ته یې دښو سیالیو هیله څرګنده کړه.

برگزاری مسابقات باسکت بال بین پوهنځی های پوهنتون پولی تخنیک کابل

پاته دې نه وﻱ چې په همدې پرتمینو مراسیمو کې د یاد پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي پوهنوال محمد نسیم نسیمي د پوهنځیو ریسانو ، اداري مامورینو ، محصیلینو او دسپورت مینوالو ګډون درلود.

برگزاری مسابقات باسکت بال بین پوهنځی های پوهنتون پولی تخنیک کابل

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۷ - ۱۱:۱۳
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کی د  GIS  د ظرفیت لوړولو ورکشاپ

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کي د اتو پوهنځیو د استادانو لپاره د GIS د ظرفیت لوړولو ورکشاپ د جیوماتیک او کادستر پوهنځي د جغرافیایی معلوماتي سیستم د څانګې له خوا د کابل پولي تخنیک پوهنتون. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۶ - ۲۱:۴۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د لوایح اونیز سیمینار

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د لوایحو او یو لړ اداري موضوعاتو بیانولو اونیزه غونډه ترسره شوه یاده د وی چې په یاد پوهنتون کې د ټول اداري پرسونل سره د لوړو زده کړو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۲ - ۹:۴۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تخصص بشپړولو لپاره د نوماندانو بایومټریک لړۍ پیل شوه.

د امتحاناتو ملي کمیټې له خوا په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د عامې روغتیا وزارت د ډاکټرانو د تخصص بشپړولو لپاره د بایومټریک پروسه پیل شوه. یاده پروسه چې نن دو شنبه 20/10/1400 پیل او درې. . .

BACK TO NEWS