د کابل پولي تخنیک پوهنتون د پسرلني سمستر ازموینې پیل شوې

kpu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۹ - ۱۰:۳۹
image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د پسرلني سمستر وروستۍ ازموینې د ۱۴۴۶ه ق/ کال د محرم میاشتې په ۲۱ نیټه پیل شوې.
د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشرتابه پلاوي له یادو ازموینو څخه لیدنه وکړه او د ليدني پر مهال يې د يادو ازموينو د بهير د لا ښه والي په موخه استادانو ته لازمې لارښونې او مشورې ورکړې.
د یادونې وړ ده، چې رهبري پلاوي له مسوولینو، استادانو او د ازموینې د کمیټې له غړو وغوښتل چې په پوره روڼتیا سره ازموینه واخیستل سي او تر څنګ یې ټولو محصلینو ته په ازموینه کې د بریالیتوب هیله وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۳۲
Background image

کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون ته د نویو بریالیو محصلانو د هرکلي او د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی فرمانونو ازموینې د پایلو د اعلان غونډه ترسره شوه

په همدې مناسبت جوړې شوې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر، د چارو ادارې عمومي رئیس، د وزارت مرکزي ریاستونو او مرکزي پوهنتونونو یو شمېر رئیسانو، د کابل پولي تخنیک پوهنتتون رهبري. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ملک لویو هیلو ته د رسېدو او خپل رسالت ته په کتو د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې یو لوی او مهم ګام واخیست!.

د لوړو زده کړو وزارت د عالي شوری د پرېکړې په اساس په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې لاندې پوهنځۍ او د ماسټري برنامې ایجاد او منظورې شوې

نوې ایجاد شوې پوهنځي

۱- د هوا فضاء او پرمختللو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۹:۱۳
Background image

د افغانستان لپاره د ترکیې جمهوریت سفیر د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون له رهبرۍ سره وکتل

په کابل کې د ترکیې جمهوریت سفیر ښاغلي سادین آییلدیز په کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې د یاد پوهنتون له رهبرۍ او یو شمېر استادانو سره وکتل او د مهمو علمي، تحصیلي او څېړنیزو همکاریو د. . .

BACK TO NEWS

User account menu