د کابل پولي تخنیک پوهنتون د هندبال د برخې د لوبغاړو ستاينه

kpu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۸/۲۶ - ۹:۳۴
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د هندبال د برخې د لوبغاړو ستاينه

محفل د کلام الله مجید پیل شو

لومړی ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجینرعبدالرشید اقبال د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس لوبغاړو ته د دویم مقام او کپ لاس ته راوړلو مبارکي وویله، او د لوبغاړو پام يې زده کړې، ورزشي  اخلاقو او ښې روغتیا ته د اړولو سربېره، دوی ته د نورو بریاوو غوښتنه وکړه.

تقدیر از ورزشکاران رشته هندبال پوهنتون پولی تخنیک کابل.

وروسته ښاغلي انجینرزیارمل خطاب د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي د اسلامي نظام د بریا تر څنګ لوبغاړو ته د دویم مقام د لاسته راوړلو مبارکي وویله، او د ورزش اهمیت يې د اسلام د سپيڅلي دین له نظره، بدن او ذهن لپاره اړین وبللو، زده کړو او عبادت ته يې د ځوانانو په پاملرنې ټینګار وکړ، همدا راز د احادیثو او دیني حکایاتو په رڼا کې يې ورزش ته د لوبغاړو پام  راجلب کړ.

تقدیر از ورزشکاران رشته هندبال پوهنتون پولی تخنیک کابل.

ورپسې قاضي محمد انس مجاهد د طبابت له نظره د ورزش په اهمیت، روح او جسم ته د روغتیا په اړه بشپړ معلومات ورکړل، لوبغاړو او د اړوند ورزشي دیپارتمنت استادانو ته يې د دغه مقام تر لاسه کولو مبارکي  وویله.

په پای کې لوبغاړو ته کپ او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تقدیر از ورزشکاران رشته هندبال پوهنتون پولی تخنیک کابل.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۹/۱۴ - ۲۱:۵۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د کدري طبي پوهنتونونو لپاره د اکمال تخصص بستونو د آزموینې پروسه ترسره کړه

مراسم د قرآنکریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شول.

دغه مراسم د ابوعلي سینا او ننګرهارپوهنتونونو د تخصصي بستونو د بشپړولو لپاره د ازموینوپه اخیستلو سره پیل شول، د لوړو زده کړو وزارت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۸/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د هندبال د برخې د لوبغاړو ستاينه

محفل د کلام الله مجید پیل شو

لومړی ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجینرعبدالرشید اقبال د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس لوبغاړو ته د دویم مقام او کپ لاس ته راوړلو مبارکي وویله، او د لوبغاړو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۸/۲۶ - ۸:۵۹
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون څخه د لوړو زده کړو وزارت د بشري منابعو د رئیس کتنه.

ښاغلي محمد ادریس ابوبکر د لوړو زده کړو وزارت د بشري منابعو رئیس او ورسره پلاوي د کابل پولي تخنیک پوهنتون څخه لیدنه وکړه او د ښاغلي انجینر زیارمل خطاب دلوړو زده کړو وزارت ځانګری استازی. . .

BACK TO NEWS