د کابل پولي تخنیک پوهنتون د عمومي دروازې د بیا رغونې کار روان دی
د کابل پولي تخنیک پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلي انجنیر ذاکرالله ذاکري او یو شمېر آمرینو د دغه پوهنتون د عمومي دروازې د بیارغونې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه.
د يادونې وړ ده، چې د دغه پوهنتون د عمومي دروازې د بيا رغونې او رنګولو چارې د ساتنې او څارني آمریت له خوا ترسره کېږي.