د کابل پولي تخنیک پوهنتون د علم او تکنالوژۍ مجلې ۵۲م جلد (۲، ۳ او ۴) شمېرې چاپ او نشر ته وسپارل شوې

kpu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۷:۱۳
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د علم او تکنالوژۍ مجلې ۵۲م جلد (۲، ۳ او ۴) شمېرې چاپ او نشر ته وسپارل شوې

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د څیړنو او علمي مجلې معاونیت د علم او تکنالوژۍ مجلې د  ۵۲م جلد  (۲، ۳ او ۴) شمېرې د لوړو زده کړو وزارت د مطبعې په همکارۍ چاپ او خپرې شوې دي.

یادې مجلې د پوهنتون د استادانو، څېړونکو، د ماستري برنامې محصلینو او د هېواد له بېلابېلو علمي بنسټونو څخه د علمي او تحقیقي مقالو ټولګه ده. چې د علمي څېړنو، تحقیقي پروژو او مسلکي ارزونو پر بنسټ لیکل شوې دي، چې د علومو او تکنالوژۍ په بېلابېلو برخو لکه: انجنیري، نوې تکنالوژي، انرژي، چاپېریال، ساختماني چارو، معلوماتي تکنالوژۍ او نورو اړوندو موضوعاتو باندې تمرکز لري.

چاپ شوې مجلې به د معمول مطابق د پوهنتون عمومي کتابتون، استادانو، پوهنځیو، څانګو، د هېواد په بېلابېلو پوهنتونونو او اړوندو ادارو ته ولیږل.

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون مشرتابه د "علم او تکنالوژۍ" مجلې نشرول د څیړنیز کلتور د پیاوړتیا، علمي ظرفیت لوړولو او اکادمیکو همکاریو د پراختیا په لور ارزښتناک ګام بولي او د څېړنو او علمي مجلې معاونیت څخه مننه کوي او د دې علمي بهیر د دوام ټینګ ملاتړ کوي.

علاقمندان کولای شي د مجلې انلاین نسخې له دې لینک څخه تر لاسه او استفاده کړي:

https://sites.google.com/view/kpu-vc-research/home

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د علمي ټولنې لپاره د نويو ښوونیزو فرصتونو برابرول

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د خپلو محصلانو، استادانو او کارکوونکو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو او د تخصصي مهارتونو د پراختیا په موخه له یو شمېر ښوونېزو مرکزونو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۴
Background image

کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په اړه یو ورځنی سیمینار ترسره شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په موخه یو ورځنی پوهنېز سیمینار ترسره شو، چې د دغه پوهنتون د ټولو برخو اداري کارمندانو پکې ګډون کړی وو.

د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۳۳
Background image

د " اپتیک او نسبیت " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د الکترومیخانیک پوهنځي د فزیک څانګې استاد پوهاند احد خان پیاوړی له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دا اثر د جیودیزی علومو په برخه کې په ځانګړي. . .

BACK TO NEWS

User account menu