د کابل پولي تخنیک پوهنتون د شپږو پوهنځیو ترمنځ د باسکټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

kpu_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۹ - ۲۱:۵۸
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د شپږو پوهنځیو ترمنځ د باسکټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

یاد مراسم د همدې پوهنتون د اړیکو او عامه پوهاوي آمر ښاغلي ارسلا مفتون په ویاندویې او د قران کریم په تلاوت سره پیل شول.

دغه مراسمو کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون لپاره د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي ښاغلي انجینر زیارمل خطاب، د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال عبدالرشید اقبال، د باسکټبال فدراسیون سرپرست رئیس ښاغلي عبیدالله ارغندیوال، د سیالیو مدیر عبدالواسع پژمان د پوهنځیو رئیسانو، آمرینو، کارکوونکو اومحصلانو ګډون درلود.

مسابقات بسکتبال بین شش پوهنځی پوهنتون پولی تخنیک کابل به پایان رسید.

لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون د سپورت آمر ښاغلي احمد فایق ضیایې ټولو ګدونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د کابل پولي تخنیک پوهنتون د هئیت ادارﯤ او د لوړو زده کړو وزارت له ځانګړي استازي څخه یې د سپورت په برخه کې د ځانګړې پاملرنې مننه وکړه. نوموړي زیاته کړه چې، په دې سياليو کې د کیمیاوي صنایعو انجنیري پوهنځي ورزشي ټيم لومړى مقام، د ساختماني پوهنځي ورزشي ټيم دویم مقام او د جیولوجي او کانونو پوهنځي ورزشي ټيم دریم مقام خپل کړ.

مسابقات بسکتبال بین شش پوهنځی پوهنتون پولی تخنیک کابل به پایان رسید.

ورپسې انجنیر زیارمل خطاب د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي په علمي بنسټونو کې د دا ډول سیالیو د ترسره کولو ستاینه وکړه. سپورت یې د اسلام د مبارک دین له نظره په مختلفو سطحو تشریح او سپورت یې د تفریح او بدن د پیاوړتیا وسیله وګڼله.نوموړي په خپلو خبروکې وویل چې، د آسونو سواري، د اوبو لوبې، نیزه بازي او څغاست لوبي یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنتونه دي.

مسابقات بسکتبال بین شش پوهنځی پوهنتون پولی تخنیک کابل به پایان رسید.

همدا راز د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال عبدالرشید اقبال هم ټولو ته ښه راغلاست ووایه او د ورزشکارانو ملاتړ او پیاوړتیا ته یې د اسلامي ا م.ارت له پاملرنې څخه خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې سپورت د بدن پیاوړتیا او زده کړو ته د آماده ګی وسیله ده، د دې ترڅنګ یې ټولو ورزشکارانو ته د بریا هیله وکړه.

مسابقات بسکتبال بین شش پوهنځی پوهنتون پولی تخنیک کابل به پایان رسید.

همدارنګه د پوهنتون د بشري منابعو آمر قاضي محمد انس د ورزش په برخه کې د نړۍ په پرمختګونو په خاص ډول د اوبولوبو او څغاست لوبو اړوند مفصلې خبرې وکړې او د همدې پوهنتون د باسکټبال ټیمونو هڅې یې وستایلې او دوی ته یې د لا بریا هیله یې وکړه.

مسابقات بسکتبال بین شش پوهنځی پوهنتون پولی تخنیک کابل به پایان رسید.

یاد مراسم د جایزو او ځانګړو تقدیرنامو په ورکولو سره پاي ته ورسیدل.

مسابقات بسکتبال بین شش پوهنځی پوهنتون پولی تخنیک کابل به پایان رسید.مسابقات بسکتبال بین شش پوهنځی پوهنتون پولی تخنیک کابل به پایان رسید.مسابقات بسکتبال بین شش پوهنځی پوهنتون پولی تخنیک کابل به پایان رسید.مسابقات بسکتبال بین شش پوهنځی پوهنتون پولی تخنیک کابل به پایان رسید.مسابقات بسکتبال بین شش پوهنځی پوهنتون پولی تخنیک کابل به پایان رسید.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۵۲
Background image

په کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې محصلینو ته د ساختماني موادو برآورد په برخه کې ۴۵ ورځنۍ تقویتي برنامه په بریالیتوب سره پای ته ورسېده

دغه تقویتي برنامه چې د محصلانو د علمي وړتیاوو، مسلکي مهارتونو او عملي پوهې د پیاوړتیا په موخه دایر شوې وه؛ د ټاکلي مهال‌ وېش له مخې په منظم ډول پر مخ یووړل شوه. په یاد برنامه کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۵:۴۸
Background image

د کابل پولې تخنیک پوهنتون د استادانو علمي آثار احصائیوي کتاب چاپ او خپور شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د څیړنو او علمي مجلې معاونیت په هڅو د پوهنتون د استادانو د علمي آثار احصائیوي کتاب ترتیب او له بشپړ کتنې وروسته چاپ او خپور شوی دی.

دغه کتاب چې پنځه مهمې برخې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۵:۴۲
Background image

د کابل پولی تخنیک پوهنتون د تقویتي پروګرامونو څخه د ۴۷۷ تنو محصلانو د فراغت غونډه تر سره شو.

د کابل پولی تخنیک پوهنتون د تقویتي پروګرامونو څخه د ۴۷۷ تنو محصلانو د فراغت محفل د پوهنتون د رهبرۍ، استادانو، کارکوونکو او محصلانو په ګډون ولمانځل شو.

د پوهنتون د محصلانو چارو معینیت د. . .

BACK TO NEWS

User account menu