د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ساختماني پوهنځي د څلورم ټولګي ۳۷ تنه محصلین د عملي کار ترسره کولو په موخه د ملي پراختیا شرکت ته معرفي شول.

kpu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۸:۳۴
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ساختماني پوهنځي د څلورم ټولګي ۳۷ تنه محصلین د عملي کار ترسره کولو په موخه د ملي پراختیا شرکت ته معرفي شول.

د محصلینو د عملي او مسلکي ظرفیتونو د پیاوړتیا په موخه، د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د ساختماني پوهنځي د څلورم ټولګي محصلین د پوهنمل محمد عالم وردک تر علمي لارښوونې لاندې، د یو میاشتني عملي او پرکتیکي کار لپاره د ملي انکشاف شرکت ته معرفي شول.

دا پروګرام د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون او د ملي پراختیا شرکت ترمنځ د همکارۍ یوه مهمه برخه ده چې هدف یې د نظري زده کړو له عملي تجربو سره نښلول او محصلینو ته د واقعي کاري چاپېریال سره اشنايي ورکول دي.

په دې پروګرام کې شامل محصلین به دا فرصت ولري، چې د ملي پراختیا شرکت په ساختماني پروژو کې فعاله ونډه واخلي، له نوې ساختماني ټکنالوژۍ، عملي بهیرونو او د پروژو له مدیریت سره له نږدې بلد شي.

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون مشرتابه د ملي پراختیا شرکت له مؤثرې همکارۍ مننه او قدرداني کوي او دا اقدام د محصلینو د علمي او مسلکي ودې په لور یې یو ارزښتناک ګام بولي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د علمي ټولنې لپاره د نويو ښوونیزو فرصتونو برابرول

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د خپلو محصلانو، استادانو او کارکوونکو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو او د تخصصي مهارتونو د پراختیا په موخه له یو شمېر ښوونېزو مرکزونو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۴
Background image

کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په اړه یو ورځنی سیمینار ترسره شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په موخه یو ورځنی پوهنېز سیمینار ترسره شو، چې د دغه پوهنتون د ټولو برخو اداري کارمندانو پکې ګډون کړی وو.

د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۳۳
Background image

د " اپتیک او نسبیت " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د الکترومیخانیک پوهنځي د فزیک څانګې استاد پوهاند احد خان پیاوړی له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دا اثر د جیودیزی علومو په برخه کې په ځانګړي. . .

BACK TO NEWS

User account menu