د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ساختماني پوهنځي د ماسټرۍ برنامې د تیزسونو د دفاع مراسم ترسره شول

kpu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۶ - ۱۰:۴۵
photo

مراسم د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ساختماني انجینري پوهنځي رئیس ښاغلي پوهاند امان الله فقیري فارغانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ د ښه راغلاست وینا وکړه او د یادې برنامې له فارغانو یې وغوښتل چې په اسلامي او ملي روحیه خپل هیواد ته په صادقانه توګه خدمت وکړي.
د يادونې وړ ده، چې د دغه پوهنځي د ماسټرۍ پروګرامونو د تحصيلي دفاع مراسم به دوه ورځې دوام وکړي او په ترڅ کې به يې ۲۵ تنو فارغین له خپلو پروژو دفاع وکړي، چې د ارزونې کمېټې له تاييد وروسته د سندونو په ورکولو سره به ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شي.

Photo
Photo

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د علمي ټولنې لپاره د نويو ښوونیزو فرصتونو برابرول

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د خپلو محصلانو، استادانو او کارکوونکو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو او د تخصصي مهارتونو د پراختیا په موخه له یو شمېر ښوونېزو مرکزونو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۴
Background image

کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په اړه یو ورځنی سیمینار ترسره شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په موخه یو ورځنی پوهنېز سیمینار ترسره شو، چې د دغه پوهنتون د ټولو برخو اداري کارمندانو پکې ګډون کړی وو.

د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۳۳
Background image

د " اپتیک او نسبیت " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د الکترومیخانیک پوهنځي د فزیک څانګې استاد پوهاند احد خان پیاوړی له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دا اثر د جیودیزی علومو په برخه کې په ځانګړي. . .

BACK TO NEWS

User account menu