د کابل پولي تخنیک پوهنتون د اوبو د منابعو اوچاپیریال انجینرۍ پوهنځي سرپرست رئیس معرفي شو. 24/9/1444
ښاغلی پوهنیار محمد حامد عمر د اوبو د منابعو او چاپیریال انجینرۍ پوهنځي د رئیس په توګه معرفي شو.
د معرفت غونډه د قرانکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په دې غونډه کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال ډیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال، مالي او اداري معاون ښاغلي انجنیر ذاکرالله ذاکري، استادانو او کارکوونکو ګډون درلود.
ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال د ښاغلي پوهنیار محمد حامد عمر ټاکل یو غوره اقدام وبلی او هیله یې څرګنده کړه چې د پوهنځۍ ورسپارل شوې چارې به په پوره دقت او لیوالتیا سره پرمخ وړي نوموړي ښاغلي عمر ته د لا بریالیتوب هیله وکړه..
ورپسې ښاغلي پوهنیار محمد حامد عمر د کابل پولي تخنیک پوهنتون د مشرتابه له باور او ښه نظر څخه مننه او قدردانی وکړ او ژمنه یې وکړه چې خپله دنده به په پوره ایماندارۍ او صداقت ترسره کوي.
غونډه د دعایې په ویلو سره پاي ته ورسیده.