د کابل پولي تخنیک پوهنتون او کاردان خصوصي پوهنتون ترمنځ د علمي همکاریو تفاهم لیک لاسلیک شو

kpu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۷ - ۹:۱۸
photo

د تفاهم لیک مراسم د قرآنکریم د مبارکو آیاتو په تلاوت سره پیل شول.
په دې مراسمو کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشرتابه او د کاردان خصوصي پوهنتون مشرتابه حضور درلود.
د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال د کاردان خصوصي پوهنتون مشرتابه او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست وینا تر څنګ د دې ډول همکاریو پر اهمیت خبرې وکړې او دا یې د علمي پرمختګ راز وبلل، ښاغلي اقبال د کابل پولي تخنیک پوهنتون او کاردان خصوصي پوهنتون ترمنځ د تفاهم لیک لاسلیک مهم او ارزښتناک وباله او زیاته یې کړه چې خپلې ټولي ژمنې به عملي کوي.
د يادونې وړ ده، چې ياد شوى تفاهم ليک د کابل پولي تخنيک پوهنتون او کاردان خصوصي پوهنتون ترمنځ د علمي او اکاډميکو همکاريو او د تدريسي څانګو په برخه کې لاسليک شو.
مراسم د یاد تفاهم لیک په لاسلیک او د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیدل.

Photo
Photo

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۰:۳۱
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د ځان ‌پېژندنې تر عنوان لاندې سیمینار ترسره شو.

په دې سیمینار کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشاور او کلینیکي روانشناس ډاکتر ذبیح‌ الله قاضي ‌زاده د خپل جوړ شوې پریزینټیشن له لارې محصلینو ته د ځان ‌پېژندنې په اړه مفصل معلومات وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۰:۲۲
Background image

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د ورزشي ټېمونو ورزشکارانو ته د ستاینې غونډه ترسره شوه

دا غونډه چې د مختلفو ورزشي څانګو د ورزشکارانو د ستاینې او تشویق په مناسبت په کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې جوړه شوې وه، په کې د پوهنتون مشرتابه پلاوي، د پوهنځیو رئیسانو، استادان او محصلین. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۲:۴۶
Background image

کابل پولي تخنیک پوهنتون ته د نویو شامل شویو محصلینو لپاره د ښه راغلاست غونډه تر سره شوه.

په یاده غونډه کې د لوړو زده‌کړو وزارت د مالي او اداري چارو معین الحافظ محمد حامد حسیب، پوهنتون رهبري پلاوي، استادانو، محصلینو او مېلمنو ګډون کړی و.

په پیل کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون. . .

BACK TO NEWS