د کابل پولي تخنیک پوهنتون او بلخ پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لاسلیک شو

kpu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳۱ - ۹:۳۳
image

دغه هوکړه ليک د کابل پولي تخنيک پوهنتون د عمومي ریاست سرپرست رئيس ښاغلي انجنير سردار ولي صالحي او د بلخ پوهنتون رئيس ښاغلي مفتي محمد شريف عثماني ترمنځ لاسليک شو.
یاد تفاهم لیک د دواړو پوهنتونونو ترمنځ د علمي او اکاډمیکو همکاریو په موخه جوړ شوی دی، چې د یو بل له ظرفیتونو او اسانتیاوو ګټه پورته کول، د پوهنتونونو د استادانو  او محصلینو ترمنځ د علمي اړیکو پراختیا، د کنفرانسونو جوړول، د فراغت د پروګرامونو په برخه کې د سیمینارونه، تعلیمي پروګرامونه او د ځانګړې همکارۍ تړونونه شامل و لاسلیک شو.
ښاغلي صالحي او ښاغلي عثماني د تفاهم لیک په لاسلیک خوښي څرګنده کړه او ژمنه يې وکړه چې د یاد تفاهم لیک ټولي برخي به عملي کوي.
په اخیر کې غونډه د تفاهم لیک په لاسلیک او دعایې په ویلو سره پای ته و رسیده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۱
Background image

د لوړو وزده کړو وزارت د محصلانو چارو معین په مشرۍ پلاوي د کابل پولي تخنیک پوهنتون له درسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د محصلانو چارو معین مولوي عبدالله سیحان په مشرۍ یاد پلاوي د کابل پولي تخنیک پوهنتون له درسي ټولګیو څخه په لیدنه کې، د روزنیزو برنامو د پرمخ وړلو څرنګوالی، استادانو له لوري د تدریس لارو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۵۰
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د "پلان جوړونه او اداري مراسلات" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د "پلان جوړونه او اداري مراسلات" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز سیمینار، چې د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له. . .

BACK TO NEWS

User account menu