د پوهاند دوکتور میر فخرالدین لیکل شوی کتاب چاپ شو
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي استاد ښاغلي پوهاند دوکتور میر فخرالدین له خوا لیکل شوی اثر د ((یو پوړ ځمکې لاندې کان کیندنې ټیکنالوژي)) تر نامه لاندې کتاب د کابل پولي تخنیک پوهنتون د اړیکو او عامه پوهاوي آمریت په مطبعه کې چاپ شو.
د يادونې وړ ده، چې ياد كتاب په سلو ټوکو كې چاپ شوى او د استفادې لپاره د یاد پوهنتون په عمومي كتابتون کې ځای پر ځای شو.