د پوهاند دوکتور محمد اکبر حسني لیکل شوی کتاب چاپ شو
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کیمیاوي صنایع انجینرۍ پوهنځي رئیس ښاغلي پوهاند دوکتور محمد اکبر حسني له خوا لیکل شوی اثر د عضوي کیمیا تر نامه لاندې د دغه پوهنتون د اړیکو او عامه پوهاوي آمریت په مطبعه کې چاپ شو.
د يادونې وړ ده، چې ياد كتاب په سلو ټوکو كې چاپ شوى او د استفادې لپاره د یاد پوهنتون په عمومي كتابتون کې ځای پر ځای شو.