د لوړو زده کړو وزارت څخه یوه پلاوي د څارنې او ارزونې په موخه له کابل پولي تخنیک پوهنتون څخه لیدنه وکړه
د لوړو زده کړو وزارت د څارنې او ارزونې پلاوي د یاد پوهنتون د تدریسي او اکاډمیک بهیر د چک لست او مهال ویش له مخې د اتو پوهنځیو او اړوند برخو څخه څارنه او ارزونه ڪوي.
د يادونې وړ ده، چې ياد پلاوي خپل کاري بهیر د دغه پوهنتون د ساختماني پوهنځي څخه پيل کړ، چې په ترتیب سره به له ټولو پوهنځیو او اړوندو برخو څخه څارنه او ارزونه کیږي.