د فزیک درسي کتاب "الکترومقناطیس" د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

kpu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۸ - ۸:۴۷
د فزیک درسي کتاب "الکترومقناطیس" د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

د "الکترومقناطیس فزیک" درسي کتاب چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د الکترومیخانیک پوهنځي د فزیک څانګي استاد، ښاغلي استاد احدخان پیاوړی لخوا لیکل شوی، د الکترومقناطیسي فزیک په برخه کې یو ارزښتناک تعلیمي منبع دی. دغه کتاب په ۱۲ فصلونو او ۵۴۷ مخونو کې ترتیب شوی دی. دا کتاب په علمي او تخنیکي توګه په لوړ کیفیت سره، د محصلینو د علمي کچې د لوړولو په موخه، د یاد پوهنتون د اړیکو او عامه پوهاوي آمریت (نشراتو) په مطبعه کې چاپ شوی دی.

یاد کتاب په ۱۰۰ جلدونو کې چاپ شوی او د محصلینو او نورو علاقه ‌مندانو د استفادې لپاره د تهیه او تدارکاتو آمریت ته سپارل شوی دی  .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۲:۲۳
Background image

په کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې د «علمي لیکنې او په معتبرو نړیوالو علمي ژورنالونو کې د مقالو د خپرولو مهارتونو» درې ورځنی علمي سیمینار په حضوري او آنلاین بڼه پیل شو

د استادانو د علمي او څېړنیزو ظرفیتونو د لوړولو په موخه د «علمي لیکنې او په معتبرو نړیوالو علمي ژورنالونو کې د مقالو د خپرولو مهارتونو» تر عنوان لاندې درې ورځنی علمي سیمینار په حضوري او. . .

BACK TO NEWS

User account menu