د عامې روغتیا وزارت د تخصص بشپړولو لپاره د نوماندانو بایومټریک لړۍ پیل شوه.
د امتحاناتو ملي کمیټې له خوا په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د عامې روغتیا وزارت د ډاکټرانو د تخصص بشپړولو لپاره د بایومټریک پروسه پیل شوه.
یاده پروسه چې نن دو شنبه 20/10/1400 پیل او درې ورځي به دوام ولري پاته دي نه وي چې یادي آزموینې لپاره د طب پوهنځیو 6614 تنو فارغانو نوم لیکنه کړې، چې له جملې یې 1740 تنه ښځینه ډاکټرانې دي.
د یادوني وړ ده چې له یادې پروسې څخه د کابل پولي تخنیک پوهنتون لپاره د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي ښاغلي انجنیرزیارمل خطاب، د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومی رئیس ښاغلي پوهنوال عبدالرشید اقبال ، همدﯤ پوهنتون د نشراتو آمر ارسلا مفتون او د امتحاناتو ملي کمیټې مسولینو لیدنه وکړه او د یادې پروسې له روڼتیا څخه یې په بشپړه توګه اطمینان حاصل کړ.