د بریښنايي ماشینونو (ICEM) په نړیوال کنفرانس کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې مرستیال مقالې مثبتې و ارزول شوې.

kpu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۴:۳۴
د بریښنايي ماشینونو (ICEM) په نړیوال کنفرانس کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې مرستیال مقالې مثبتې و ارزول شوې.

د بریښنايي ماشینونو او ساده بریښنايي موټرونو نړیوال کنفرانس (ICEM) چې د نړۍ له مهمو علمي کنفرانسونو څخه ګڼل کیږي، د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په ۴ نېټه د ایټالیا ښار تورین کې د نړۍ له بېلا بېلو برخو څخه د محققینو، متخصصینو او ساینسپوهانو په ګډون ترسره شو.

په دې نړیوال کنفرانس کې د کابل پولی تخنیک پوهنتون د څیړنو او علمي مجلې مرستیال ښاغلي دوکتور وسیق الله عرب زاده وکولی شول چې خپلې دوه علمي مقالې په بریالیتوب سره نړیوال علمي کنفرانس ته وړاندې کړي او هلته مثبتې و ارزول شوې.

دغه لویه لاسته راوړنه نه یوازې د دوکتور عرب زاده لپاره بلکې د لوړو زده کړو  وزارت او د کابل پولی تخنیک پوهنتون لپاره هم یوه لویه بریا ده.

د کابل پولی تخنیک پوهنتون رهبري ښاغلي  دوکتور عرب زاده ته د دې لویې لاسته راوړنې مبارکي وایې او د نورو علمي او څیړنیزو لاسته راوړنو هیله ورته لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۲:۲۳
Background image

په کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې د «علمي لیکنې او په معتبرو نړیوالو علمي ژورنالونو کې د مقالو د خپرولو مهارتونو» درې ورځنی علمي سیمینار په حضوري او آنلاین بڼه پیل شو

د استادانو د علمي او څېړنیزو ظرفیتونو د لوړولو په موخه د «علمي لیکنې او په معتبرو نړیوالو علمي ژورنالونو کې د مقالو د خپرولو مهارتونو» تر عنوان لاندې درې ورځنی علمي سیمینار په حضوري او. . .

BACK TO NEWS

User account menu