د اوبو نړېوال کنفرانس د نشراتو کمېټې غونډه نن د کابل پولی تخنیک پوهنتون د علمي معاون صاحب تر مشرې لاندې د همدې پوهنتون د علمي معاونیت په دفتر کې جوړه شوه

kpu_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳۰ - ۱۰:۱۱
photo

غونډه د قران کریم په مبارکو ایاتونو سره راپیل شوه.
په یاده غونډه کې د نوموړي پوهنتون استادانو، د پوهنتون د نشراتو آمر او اداري کارکوونکو سربېره د لوړو زده کړو وزارت د نشراتو استازي هم ګډوڼ درلود.
په دغه غونډه کې په یو لړ مهمو نشراتي مسایلو لکه: د بنرونو او بروشرونو د چاپ، په کابل ښار کې د بل بوړدونو د لګولو، په تلویزینونو کې د اعلاناتو د نشرولو او یو لړ نورو نشراتي مسایلو په هکله د هر اړخیز بحث وروسته د لازمو اقداماتو په نیولو فیصله وشوه او د غونډې ګډونوالو ته دندې وسپارل شوې تر څو یاد کارونه په ښه توګه پای و رسیږي.
غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۲:۲۳
Background image

په کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې د «علمي لیکنې او په معتبرو نړیوالو علمي ژورنالونو کې د مقالو د خپرولو مهارتونو» درې ورځنی علمي سیمینار په حضوري او آنلاین بڼه پیل شو

د استادانو د علمي او څېړنیزو ظرفیتونو د لوړولو په موخه د «علمي لیکنې او په معتبرو نړیوالو علمي ژورنالونو کې د مقالو د خپرولو مهارتونو» تر عنوان لاندې درې ورځنی علمي سیمینار په حضوري او. . .

BACK TO NEWS

User account menu