دکیمیا ددیپارتمنت لنډه پیژندنه:

دکیمیا دیپارتمنت په 1346کال کی تاسیس اولمړنی استاد یی داکترخیرمحمد  ماموند او وروسته  په ترتیب سره داکترمحمدغوث "حکیمی"، داکترمحمد اسلام رحیمی،داکترعبد الغفار"ورد"، داکترعبدالعلی هــــــادی، داکتر عبد الله "مستمندی"، داکترمیر محمد"رضــا"، دیپلوم انجنیر سیدالرحمن "نوری" اودیپلوم انجنیرمحمدغوث"ایمل" تر1357کال پوری د استادانوپه توګه خپله دنده ترسره کوله.

هغه استادان چه اوس مهال  په دی دیپارتمنت کی په تدریس بوخت دی عبارت دی له:

الحاج پوهاند سیدالرحمن "نوری" د دیپارتمنت آمر، پوهنوال شیرآقا"نیازی"، پوهندوی عبدالستار، پوهندوی فوزیه "امین" پوهنمل عبدالغفور"نورزاد" اوپوهنیارخاطره"رحمانی".

 د عمومی،تحلیلی،کلوییدی، فزیکی،اوعضوی کیمیالکچرونه، سمینارونه اولابراتواری کارونه دپورتنیوشپږو استادانولخوا په اوومختفلوپوهنځیو کی په مخ ورړل کیږی.

د دیپارتمنت نظر

  • د نوی او معیاری کریکولم کارول.
  • د مسلکی کدر معرفی کول د ماستری او دوکتورا پرموخه بهرنیو هیوادونو ته.
  • مجهز لابراتوار د کیمیاوی تجربو اجرا کولو لپاره.
  • د استادانو د ظرفیت د پورته وړلو پر موخه کار کول

د دیپارتمنت دندی او مسؤلیتونه

د کیمیا دیپارتمنت یو عمومی دیپارتمنت دی چی د پوهنتون ټولو پوهنځیو ته د کیمیا تدریس مخ ته وړی. یوه ډیره مهمه لاس ته راوړنه یی د دی دیپارتمنت مرستی د هیواد د نورو پوهنتونو د کیمیا په مضامینو کی ده. مهمترینی موخی یی دی یوه معیاری او نوی کریکولم تطبیق کول ،  د ښوونی پر کیفی او کمی مسایلو تمرکز کول او د یوی پرمختلی شوونی محیط  جوړول زده کوونکو ته ده.

څیړنی

د کیمیا دیپارتمنت استادان ټول تحقیقی- علمی چاپ شوی او غیر چاپ شوی مقالی لری چی بدبختانه د لابراتوارونو د کمښت له کبله پر بعضو موضوعاتو تراوسه څیړنی نه دی تر سره شوی.

سهولتونه

د کیمیا دیپارتمنت په ټولو مربوطه مضامینو کی لابراتواری کارونه اجرا کوی، او د دیپارتمنت استادان پر نوی تکنالوژی سره سمبال خپل لکچرونه مخ ته وړی.

د کیمیا د دیپارتمنت موخی

  1. د ځوان مسلکی کدر تربیه په مختلفو انجنیری برخو کی .
  2. د استادانو د علمی ظرفیت لوړول د سیمینارو او ورکشاپونو په وسیله.
  3. لابراتواری او تحقیقی کارونه د کیمیا په مجهز دیپارتمنت کی.
  4. د یوی مناسبی او له هر دول تعصب څخه لری فضا د تدریس په مهال.
  5. د کریکولم معیاری او ستندرد کول.
  6. د کتابونو او لکچر نوت جوړول د درسی مفرداتو سره سم.
  7. استادانو ته د تحقیقاتو د پاره د بهترو شرایطو مساعد کول .
  8. د روابطو، توامیت او علمی -  تحقیقی اریکو رامنځ ته کول په داخل او بهر کی.

ځانی ارزونی او د کیفیت د تضمین د پروگرام تقویه کول.