دکابل پولی تخنیک پوهنتون عمومی رئیس ښاغلي پوهنوال ډیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال په افغانستان کې د (GIZ) د پروژې مسئول ښاغلي کای استیگر (kai-Steger) سره لیدنه

kpu_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۹ - ۱۲:۴۷
دکابل پولی تخنیک پوهنتون عمومی رئیس ښاغلي پوهنوال ډیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال په افغانستان کې د (GIZ) د پروژې مسئول ښاغلي کای استیگر (kai-Steger) سره لیدنه

ښاغلي پوهنوال ډیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال په افغانستان کې د (GIZ) د پروژې مسئول ښاغلي کای استیگر (kai-Steger) او دهغه له ملګرو سره ولیدل او هغوی ته یې ښه راغلاست وویل .

په دې لیدنه کې لمړئ دکابل پولی تخنیک پوهنتون عمومی رئیس دې پسرلني او مني درسي سمسترونو په موده کې دکرونا ویروس د تنظیم د څرنګوالي او چمتو والي ،دلیسانس اوماسترۍ په برخه کې کاری فعالیتونه ،دماسترۍ په برخه کې له داخلي او خارجي معتبرو علمي نهادونو سره د هوکړه لیکونو امضاء کولو، له آسترالیا پوهنتون سره د ماستری په برخه کې د اوبو دسرچینو جامع مدیریت هوکړه لیک امضاء کولو،علمي ګډو برنامو،دجیولوجۍ اومعادنو په برخه کې، د تدریس او علمي برخه کې دآنلاین برنامو، لابراتوارونو،او همدا رنګه کریکولم په برخه کې لنډه وینا وکړه.

Meeting of the Chancellor of Kabul Polytechnic University with the Project Officer (GIZ) in Afghanistan

وروسته د (GIZ ) د پروژې مسئول ښاغلي کای استیگر (kai-Steger) په افغانستان کې د(GIZ ) دبرنامو په اړه وینا وکړه او دکابل پولی تخنیک پوهنتون سره یې د زده کړې او الکترونکی وسایلو تجهیزولو په برخه کې چمتو والۍ وښوده .

او په پای کې دکابل پولی تخنیک پوهنتون عمومی رئیس ښاغلي پوهنوال ډیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال د انستالیشن (Installation) ،کالیبریشن ،دلابراتوارونو دجوړولو اوتجهیزولو په برخه کې چې مخکې دنوموړي نهاد له خوا دکابل پولی تخنیک پوهنتون سره مرسته شوې وه ټینګار وکړ .

Meeting of the Chancellor of Kabul Polytechnic University with the Project Officer (GIZ) in Afghanistan

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د علمي ټولنې لپاره د نويو ښوونیزو فرصتونو برابرول

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د خپلو محصلانو، استادانو او کارکوونکو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو او د تخصصي مهارتونو د پراختیا په موخه له یو شمېر ښوونېزو مرکزونو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۴
Background image

کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په اړه یو ورځنی سیمینار ترسره شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په موخه یو ورځنی پوهنېز سیمینار ترسره شو، چې د دغه پوهنتون د ټولو برخو اداري کارمندانو پکې ګډون کړی وو.

د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۳۳
Background image

د " اپتیک او نسبیت " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د الکترومیخانیک پوهنځي د فزیک څانګې استاد پوهاند احد خان پیاوړی له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دا اثر د جیودیزی علومو په برخه کې په ځانګړي. . .

BACK TO NEWS

User account menu