دکابل پولی تخنیک پوهنتون او البیروني پوهنتون ترمنځ دهمکارۍ هوکړه لیک امضاء شو . 

kpu_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۷ - ۸:۵۳
دکابل پولی تخنیک پوهنتون او البیروني پوهنتون ترمنځ دهمکارۍ هوکړه لیک امضاء شو . 

کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومی رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال او د البیروني پوهنتون رئیس ښاغلي پوهنمل ډاکټر عبدالقهار سروري  د دواړو پوهنتونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک دکب دمیاشتی په یوولسمه نیټه امضاء کړه .

لمړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومی رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیرعبدالرشید اقبال د البیروني پوهنتون رئیس او ملګري پلاوي ته یې ښه راغلاست وویل او د کابل پولي تخنیک پوهنتون د تاریخچې، تجهیزاتو، لابراتوارونو، درسي نصاب او لاسته راوړنو په اړه  یې راغلو میلمنو ته لنډ مالومات ورکړل

تفاهمنامه همکاری میان پوهنتون پولی تخنیک کابل و پوهنتون البیرونی به امضاء رسید

وروسته د البیروني پوهنتون رئیس ښاغلي پوهنمل ډاکټر عبدالقهار سروري دکابل پولي تخنیک پوهنتون عمومی رئیس له میلمه پالنې څخه مننه وکړه او زپاته یې کړه چې دافغانستان خلک په افغانستان کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون په څیر پوهنتون باندې ویاړي  ځکه دا پو هنتون د تخنیکي او انجنیري علومو د مور پوهنتون په توګه یو پیژندل شوي پو هنتون دی .

تفاهمنامه همکاری میان پوهنتون پولی تخنیک کابل و پوهنتون البیرونی به امضاء رسید

د نوموړي هوکړه لیک د امضاء کولو موخه د دواړو پوهنتونونو ترمنځ د تخنیکي ، علمي ، تحقیقي او نورو تجاربو  شریکول دي . په پای کې دواړو خواوو هوکړه لیک امضاء کړه  او د عملې کېدو ژمنه یې وکړه

تفاهمنامه همکاری میان پوهنتون پولی تخنیک کابل و پوهنتون البیرونی به امضاء رسید

 

تفاهمنامه همکاری میان پوهنتون پولی تخنیک کابل و پوهنتون البیرونی به امضاء رسیدتفاهمنامه همکاری میان پوهنتون پولی تخنیک کابل و پوهنتون البیرونی به امضاء رسید

 

User account menu