جلسه مشورتی آمریت دعوت و ارشاد با استادان، آمرین دیپارتمنت های پوهنځی های هشت گانه پوهنتون پولی تخنیک کابل برگزار گردید
یاده ناسته چې د دعوت او ارشاد آمر ښاغلي مولوي عبدالخلیل درویش په مشري تر سره شوه، پکښې د کابل پولي تخنیک پوهنتون استادانو، د څانګو آمرینو ګډون درلود.
ښاغلي درویش د خپلو خبرو پر مهال مشورتي ناسته یو اسلامي اصل وبلی او پر خپلو کارونو کې یې دا ډول ناستې ډیري مهمې یادې کړې.
نوموړي د غونډې له ګډونوالو وغوښتل چې خپلې مشورې، نظرونه او د دعوت ارشاد برخه کې هر راز همکاري ورسره وشي.
د يادونې وړ ده، چې پورته يادې ناستې به په راتلونکي کې د وخت سره سم د پوهنځیو له رئيسانو سره هم په منظمه توګه ترسره کېږي.