د څیړنو او علمي مجلې مرستیال دوکتور وثیق الله عرب زاده علمي مقاله د Machines په نړېوال ژورنال کې خپره شوې.

kpu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۰:۷
د څیړنو او علمي مجلې مرستیال دوکتور وثیق الله عرب زاده علمي مقاله د  Machines  په نړېوال ژورنال کې خپره شوې.

دغه ژورنال چې د MDPI نړیوالو خپرونو تر چتر لاندې فعالیت کوي، په ماشین ‌آلاتو او انجنیري برخو کې د علمي اعتبار لوړ سرچینه ګڼل کیږي او د ۲۰۲۴ کال لپاره د 2.1 تأثیر فکتور (Impact Factor) لرلو سره د نړېوال علمي ټولنې ځانګړی مقام لري.

دا علمي مقاله له دقیقو علمي ارزونو او د نړېوالو څېړونکو د کتنو څخه وروسته وروستۍ تصویب ترلاسه کړی او په ۲۰۲۴ کال کې د دې ژورنال په ششم شماره کې چاپ شوې ده.

د کابل پولې تخنیک پوهنتون رهبري هئیت له دې علمي لاسته راوړنې نه ستاینه کړې او د دوکتور عرب زاده لپاره یې په علمي او څېړنیزو چارو کې د لا پراخې بریالیتوب هیله څرګنده کړې ده.

تاسې کولای شئ دغه مقاله د لاندې لینک له لارې په اسانه ډول ډاونلوډ کړئ:
https://www.mdpi.com/2075-1702/13/6/462

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۱
Background image

د لوړو وزده کړو وزارت د محصلانو چارو معین په مشرۍ پلاوي د کابل پولي تخنیک پوهنتون له درسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د محصلانو چارو معین مولوي عبدالله سیحان په مشرۍ یاد پلاوي د کابل پولي تخنیک پوهنتون له درسي ټولګیو څخه په لیدنه کې، د روزنیزو برنامو د پرمخ وړلو څرنګوالی، استادانو له لوري د تدریس لارو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۵۰
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د "پلان جوړونه او اداري مراسلات" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د "پلان جوړونه او اداري مراسلات" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز سیمینار، چې د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له. . .

BACK TO NEWS

User account menu