په کابل پولي تخنیک پوهنتون د کیمیاوي انجینرۍ پوهنځي د نفت او ګازو څانګې د ماسټرۍ برنامې د لومړي دور فارغینو دپروژو دفاع غونډه جوړه شوه

kpu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۰ - ۹:۲۱
photo

غونډه د قرانکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو.
په دې غونډه کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشرتابه، استادانو، محصلینو او میلمنو ګډون کړی وو.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کیمیاوي انجینرۍ پوهنځي د نفتو او ګازو د څانګې د ماسټرۍ پروګرامونو د کمیټې رئیس ښاغلي پوهاند اسرارالدین ګلزاد ټولو ته ښه راغلاست ووایه او د یادي دورې فارغینو ته یې د مبارکي ترڅنګ د بریالیتوب هیله وکړه.
د يادونې وړ ده، چې د دغه پوهنځي د ماسټرۍ برنامې د دفاع غونډه به دوه ورځې دوام لري او په ترڅ کې به يې یاد فارغین له خپلو پروژو دفاع کوي، چې د ارزونې کمېټې له تاييد وروسته به د سندونو په ورکولو سره به د ټولنې خدمت ته وړاندې کیږي.

Photo
Photo

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۳۳
Background image

د " اپتیک او نسبیت " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د الکترومیخانیک پوهنځي د فزیک څانګې استاد پوهاند احد خان پیاوړی له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دا اثر د جیودیزی علومو په برخه کې په ځانګړي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۴:۳۱
Background image

د فکري او جسمي اعداد په موخه په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د والیبال سیالۍ پیل شوې

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د پوهنځیو ترمنځ د والیبال سیالۍ د فکري او جسمي اعداد، روحي پیاوړتیا، د ورزشي استعدادونو د ودې او د محصلانو ترمنځ د سالمې سیالۍ د زمینې د برابرولو په موخه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۹:۱۷
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون او د معیار او کیفیت ادارې ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه ‌لیک لاسلیک شو

کابل پولي تخنیک پوهنتون او د معیار او کیفیت ادارې ترمنځ د علمي، څېړنیزو او مسلکي همکاریو د پراختیا په موخه د هوکړه‌لیک د لاسلیک رسمي غونډه ترسره شوه.

غونډه د کابل پولي تخنیک پوهنتون. . .

BACK TO NEWS

User account menu