د کابل پولي تخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د رقابتي ازموینو د بریالیو محصلینو د ستایني غونډه جوړه شوه

kpu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳۱ - ۱۴:۱۱
image

غونډه د قرانکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو.
په دې غونډه کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشرتابه، د جیولوجي او کانونو پوهنځي رئیس، استادانو او محصلینو ګډون کړی و.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون د عمومي ریاست سرپرست رئیس ښاغلي انجنیر سردار ولي صالحي محصلینو ته په خطاب کې وویل: محصلین باید ځانونه په اکاډمیکو او ښو اخلاقو سمبال کړي، د غربي فکر او کلتور سره مبارزه وکړي او نور ځوانان هم تشویق کړي چې په اسلامي روحیه و روزل شي.
ښاغلي صالحي د ځان جوړونې او د اسلامي دودونو او اخلاقو د رعایت په اړه مفصلې خبرې وکړي او دوی یې وهڅول چې د خپل ژوند په ټولو چارو کې ټولنیز او شرعي آداب پلي کړي او د محصلانو چارو د معاونیت څخه یې د محصلینو لپاره یې د اسلامي رقابتي پروګرامونو د ترسره کولو له امله مننه او قدرداني وکړ.
ورپسې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي انجنیر عنایت الله رحیمي محصلینو په رقابتي ازموینو کې د ګډون له امله مننه او قدردانی وکړ او د محصلینو لپاره یې د رقابتي پروګرامونو جوړول د پوهې لوړولو لپاره یو ښه اقدام وباله.
همدارنګه د جیولوجی او کانونو پوهنځي رئیس ښاغلي پوهاند عبدالشکور داور د دې پوهنځي د لاسته راوړنو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د محصلانو چارو د معاونیت څخه یې د محصلینو لپاره د دا ډول پروګرامونو په پیلولو خوښي څرګنده کړه.
غونډه د ستالینکونو د ویشلو او د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۳/۶/۹ - ۲:۳۷
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د مونوګراف، تېزس او علمي راپور لیکنې په اړه سیمینار جوړ شو

سیمینار د قرانکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو.
دغه سیمینار چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون استادانو ته د مونوګراف لیکلو، مقالو لیکلواو علمي راپورونو په لیکلو کې د لارښوونې په. . .

جمعه ۱۴۰۳/۶/۹ - ۲:۲۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د لیلیې محصلینو لپاره مجهز انټرنیټ کلب پرانیستل شو

د پرانیستې مراسم د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پيل شول.
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د لیلیې د محصلینو لپاره د غوره انټرنټي خدمتونو په موخه یو معیاري او مجهز انټرنیټ کلب جوړ شو.. . .

جمعه ۱۴۰۳/۶/۹ - ۲:۲
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې محصلینو ته ځغاست لوبی په اړه سیمینار جوړ شو

سیمینار د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو.
په دې سیمینار کې د لوړو زده کړو وزارت د انسجام او محصلانو د خدمتونو ریاست پلاوي، د مرکزي زون پوهنتونونو استازو، محصلینو. . .

BACK TO NEWS