د " فزیک ۱ " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

kpu_admin
Sun, Jul 19 2026 3:06 PM
د " فزیک ۱ "  تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د الکترومیخانیک پوهنځي د فزیک څانګې استاد پوهاند محمد داود احمدزي له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دغه کتاب په ۱۱ فصلونو او ۳۴۰ مخونو کې لیکل شوی او د فزیک په برخه کې د محصلینو د علمي کچې د لوړولو او د یوې معیاري درسي سرچینې د برابرولو په موخه وړاندې شوی دی.

د دې اثر محتوا د فزیک بنسټیز او اساسي موضوعات په علمي او تدریسي بڼه وړاندې کوي، چې د دې څانګې د محصلینو د نظري او عملي پوهې په پیاوړتیا کې اغېزناک رول لوبولی شي.

د "فزیک ۱" کتاب د لوړې علمي او تخنیکي کچې په رعایت سره د کابل پولي‌ تخنیک پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت په مطبعه کې چاپ شوی دی.

یاد کتاب  د پوهنتون په عمومي کتابخانه کې ځای پر ځای او د محصلینو او نورو علاقه ‌مندانو د استفادې لپاره چمتو شوی دی.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS

User account menu