د " انجینرۍ لنډه پېژندنه " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

kpu_admin
Wed, Aug 26 2026 9:39 AM
د " انجینرۍ لنډه پېژندنه "  تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د انجینرۍ لنډه پېژندنه د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د ساختمانی پوهنځي د مهندسی څانګې استاد پوهنمل فضل الرحمن اخلاص له خوا ژباړل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دغه کتاب په ۷ فصلونو او ۱۹۲ مخونو کې ژباړل شوی او د انجینرۍ په برخه کې د یوه مناسب درسي ماخذ د برابرولو په موخه ژباړل شوی دی. د دې اثر محتوا د انجینرۍ بنسټیز او اساسي مفاهیم، د ټولنې په پرمختګ کې د انجینرۍ اهمیت او رول، ساختمان او رغونه، زیربناوې او د انجینرۍ د بېلابېلو څانګو لنډه پېژندنه په علمي او ښوونیزه توګه وړاندې کوي او کولی شي د محصلینو د نظري او عملي پوهې په پیاوړتیا کې اغېزمن رول ولوبوي.

د انجینرۍ لنډه پېژندنه کتاب د لوړې علمي او تخنیکي کچې په رعایت سره د کابل پولي‌ تخنیک پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت په مطبعه کې چاپ شوی دی.

یاد کتاب  د پوهنتون په عمومي کتابخانه کې ځای پر ځای او د محصلینو او نورو علاقه ‌مندانو د استفادې لپاره چمتو شوی دی.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS

User account menu