د کابل پولي تخنیک پوهنتون د څیړنو او علمي مجلې معاونیت له لوري د پوهنتون په سطحه د تیرو دریو کلنو د مونوګرافونو فهرست ډیتابیس په انلاین بڼه نشر کړ.

kpu_admin
Wed, Jul 09 2025 1:18 PM
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د څیړنو او علمي مجلې معاونیت له لوري د پوهنتون په سطحه د تیرو دریو کلنو د مونوګرافونو فهرست ډیتابیس په انلاین بڼه نشر کړ.

د علمي او نوښتګر اقدام په ترڅ کې د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونیت  د ۱۴۰۱ څخه تر ۱۴۰۳ کلونو پورې د محصلینو د مونوګرافونو سرلیکونو یو پراخ او جامع آنلاین ډیټابېس جوړ او فعال کړی دی.

دا ګام د دې لپاره اخیستل شوی تر څو د پوهنتون استادانو، محصلینو او څېړونکو لپاره علمي منابعو ته اسانه، چټکه او هدفمند اسانتیا برابره کړي.

یاد ډیټابېس چې د معلوماتو له راټولولو، ارزونې او دقیق تنظیم وروسته چمتو شوی او د لاندې لینک له لارې ټولو ته د لاسرسي وړ دی:

https://tinyurl.com/Monograph1401-1403

د ډیټابېس محتوا:

•        د مونوګراف سرلیک

•        د محصل نوم

•        د لارښود استاد نوم

•        د تدوین کال

•        اړوند دیپارتمنت

یاد اقدام د دې ښکارندوی دی چې کابل  پولي ‌تخنیک پوهنتون د هدفمند، اغېزناک، شفاف او د خلاص لاسرسي پر بنسټ څېړنیز فرهنګ د بنسټ ایښودو ژمن دی.

د پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونیت ټولو استادانو او محصلینو ته بلنه ورکوي چې له دې ارزښتناک علمي سرچینې څخه ګټه واخلي او د علمي پرمختګ، څېړنیزو ظرفیتونو لوړولو او د نوې پوهې تولید په لور اغېزمن ګامونه واخلي.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS