د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د محصلینو لپاره دینی ـ اصلاحی سیمینار پیل شو.

kpu_admin
Tue, Jun 24 2025 11:41 AM
 د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د محصلینو لپاره دینی ـ اصلاحی سیمینار پیل شو.

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت لخوا د محصلینو د دینی پوهاوي د لوړوالي، د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا او د قرآني او نبوي لارښوونو پر بنسټ د اصلاحی پیغامونو د وړاندې کولو په موخه یو دینی ـ اصلاحی سیمینار پیل شوی دی.

د سیمینار په پیل کې ښاغلي شیخ ‌الحدیث احسان ‌الله د انسان او نړۍ د پیدایښت په اړه د قرآن کریم او نبوي احادیثو له مخې یوه علمي او مستنده وینا وړاندې کړه.

نوموړي د قرآن کریم له آیتونو په استفادې د انسان د پیدایښت مرحلې، د اسمانونو او ځمکې پیدایښت او د کایناتو دقیق نظم په هر اړخیز ډول تشریح کړل، او ټینګار یې وکړ چې د انسان له لوري د خالق پېژندنه او د پیدایښت د هدف درک، د فردي او ټولنیز اصلاح لومړنی ګام دی.

د سیمینار په دویمه برخه کې دوکتور شیخ نقیب‌ الله چې د عبدالله بن مسعود د جامعې استاد دی د "قرآن کریم محرمات" تر عنوان لاندې مفصل بحث وړاندې کړ.

نوموړي د قرآني آیتونو په رڼا کې ستر ګناهونه او اخلاقي ـ ټولنیزې محرمات بیان کړل او محصلین یې له دې کړنو څخه د ځان ژغورنې او د الهي احکامو د پیروي کولو پر اهمیت پوه کړل.

هغه زیاته کړه چې د الهي حدودو رعایت نه یوازې د فرد د نیکمرغۍ لامل ګرځي، بلکې د ټولنې د اصلاح تضمین هم بلل کېږي.

د یاونې وړ ده چې دا سیمینار د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت لخوا تنظیم شوی او د څلور ورځو لپاره به دوام ولري.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS