په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د اوبو نړیوال کنفرانس د ا.ا.ا لوړ رتبه مشرانو، د داخلي او بهرنیو استادانو او متخصصینو په ګډون پیل شو.

kpu_admin
Sat, Mar 01 2025 11:45 AM
په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د اوبو نړیوال کنفرانس د ا.ا.ا لوړ رتبه مشرانو، د داخلي او بهرنیو استادانو  او متخصصینو په ګډون پیل شو.

کنفرانس د قرآنکریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

د کنفرانس پرانیستې مراسمو کې  د ا.ا.ا  لوړ رتبه مسؤلینو، د لوړو زده کړو وزارت رهبري، د ولایتي امارتي او خصوصي پوهنتونونو رهبري غړو، د سکتوري ادارو استازو، متخصصینو، څیړونکو، داخلي او خارجي استادانو ګډون کړی و.

په پیل کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون سرپرست رئیس انجنیر سردار ولي صالحي د کنفرانس ګډونوالو ښه راغلاست او هرکلی وکړ او تر څنګ یې له ټولو ګډونوالو مننه وکړه، چې په دې مهم او حیاتي کنفرانس کې یې ګډون کړی.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخند په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې افغانستان په تحقیقاتي برخه کې د پام وړ پرمختګ نه و کړی، خو د لوړو زده کړو وزارت په دې وروستیو کې د څېړنو د پرمختګ او پراختیا لپاره مهمې هڅې ترسره کړې او د ستایلو وړ دي. هغه وویل چې د اوبو منابع کمېږي او دا کمښت به پر نړیوالو سیاسي او اقتصادي اړیکو منفي اغېز وکړي.

نوموړي د لوړو زده کړو وزارت، کابل پولي تخنیک پوهنتون او ټول هغه استادان چې د دې کنفرانس لپاره یې مقالې لیکلې دي، مننه وکړه او لا یې و هڅول چې په دې برخه کې خپلې هڅې ونه سپموي. 

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم د اوبو مدیریت په برخه کې یاد کنفرانس غوره ګام یاد کړ او د دې ترڅنګ یې زیاته کړه، چې د ا.ا.ا د اوبو مدیریت برخه کې مهم کارونه ترسره کړي دي، چې ښې نمونې یې د قوش تېپې کانال، لوی بندونه او چیک ډیمونه جوړول دي.

ښاغلي ندیم وویل: لوړو زده کړو وزارت د هیواد په علمي پرمختګ کې مهمې هڅې کړي دي، په ځانګړې توګه د تحقیق په برخه کې د ملي او نړيوالو کنفرانسونو د جوړولو ترڅنګ د درسي نصابونو په کره کتنه هم کار ترسره شوی.

نوموړي له استادانو او متخصصینو غوښتنه وکړه چې د اوبو مدیریت څانګه کې څېړنې وکړي، خپلې طرحې تیارې کړي او دا طرحې په عملي توګه د سکتوري ادارو سره شریکې کړي.

د غونډې په جریان کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست مولوي محمد یونس اخندزاده څرګنده کړه چې د پوهنتونونو استادان او څیړونکي باید خپلې علمي څیړنې د هیواد واقعي اړتیاوو او ټولنې د غوښتنو پراساس ترسره کړي. اوس د علمي څیړنو او نوښتونو د رامنځته کولو لپاره مناسبه موقیع برابر شوی، نو په دې توګه اړینه ده چې موږ له دې فرصت څخه په مؤثره توګه ګټه پورته کړو او خپلې دندې په ښه نیت او د وطن خدمت لپاره تر ټولو په غوره توګه ترسره کړو.

په غونډه کې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت معین مولوي صدر اعظم، د اقلیمي بدلونونو په اړه پراخ بحث وکړ او د اوبو سرچینو د سم مدیریت نشتوالې ته په اشاره یې وویل چې که د اوبو سرچینې په سمه توګه مدیریت نه شي، راتلونکي نسلونه به د اوبو کمښت او وچکالي سره مخ شي.

ورپسې ډاکتر ملا عبدالواسیع د ریاست الوزرا مقام پیغام د غونډې برخوالو ته واوروو، چې د یاد پیغام له مخې د ا.ا.ا د اوبو مدیریت د یو جدي اړتیا په توګه ګڼي او د اوبو سرچینو مدیریت ته ژمن دی. هغه له استادانو او متخصصینو وغوښتل چې د اوبو نړیوال کنفرانس له لارې د اقلیمي بدلونونو، وچکالي او سېلابونو د حل لپاره علمي لارې چارې وړاندې کړي او دا حل لارې د اړوند ادارو سره شریکې کړي.

د اوبو نړیوال کنفرانس د لومړي ورځې په پای کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین محترم شیخ مولوي ضیاالرحمن اریوبی یاد کنفرانس مثبت و ارزو او د ا.ا.ا د کابینې لوړ پوړو غړیو، محققینو، متخصصینو او داخلي او خارجي استادانو څخه یې مننه وکړه.

ښاغلي اریوبي وړاندیز وکړ، چې د اوبو سرچینو مدیریت په اړه مسؤلانه عمل وکړي او په دې برخه کې هېڅ ډول هڅه ونه درېغوي.

د اوبو نړیوال کنفرانس په لومړۍ ورځ ۱۹ تنو ګډونوالو وینا وکړه، چې له دې جملې څخه ۱۱ تنه د ا.ا.ا لوړ پوړي غړي او بهرني میلمانه او ۸ تنه استادانو خپلې مقالې او پریزنټیشنونه وړاندې کړل چې ۴ کسان یې بهرني استادان وو.

د یادونې وړ ده چې د اوبو نړیوال کنفرانس کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون او داخلي استادانو سربیره له روسیې، ایران، امریکا، انګلستان، چک سلواکیا، سریلانکا، پاکستان، هند، نیپال، فلپین او ترکیې څخه هم استادانو او متخصصینو ګډون کړی. د دغه کنفرانس بودجه د د ا.ا.اد زعیم امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په ځانګړي حکم منظوره شوې او په دې کې ۱۳۵ مقالې د داخلي او خارجي متخصصینو لخوا د افغانستان د وچکالي، سیلابونو او اقلیمي بدلونونو په اړه وړاندې کیږي.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS