د کابل پولي تخنیک پوهنتون جیولوجي او کانونو پوهنځي د وروستي کال محصلینو د دیپلوم پروژو څخه دفاع غونډې پیل شوې.

kpu_admin
Tue, Dec 24 2024 12:26 PM
د کابل پولي تخنیک پوهنتون جیولوجي او کانونو پوهنځي د وروستي کال محصلینو د دیپلوم پروژو څخه دفاع غونډې  پیل شوې.

د یادو غونډو د پیل مراسم د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره  پيل شول.

د اصولو له مخې د پوهنتون  وروستي کال محصلین به له پوهنتون څخه د فراغت او دیپلوم د تر لاسه کولو په موخه دیپلوم پروژې دفاع کوي، نو په همدې اساس د کابل پولي تخنیک پوهنتون جیولوجي او کانونو پوهنځي محصلینو د خپلو دیپلوم پروژو څخه دفاع غونډې پیل شوې.

 په دې مراسمو کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبری هیئت، استادانو، د سکتوري ادارو استازو، محصلینو او مېلمنو ګډون کړی و.

د یادونې وړ ده، چې د یادو پروژو دفاع غونډې به درې ورځې دوام لري او  ۲۹ تنه انجنیران به د خپلو پروژو څخه دفاع کوي او د ژورې کمیټې د ارزونې وروسته، به د فارغ التحصیل په توګه پېژندل کیږي.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS

User account menu