د کابل پولي تخنیک پوهنتون د مالي او اداري مرستیال او هغو محصلینو تر منځ غونډه ترسره شوه، چې د یاد پوهنتون په لیلیه کې اوسیږي

kpu_admin
Sat, Jun 01 2024 10:16 AM
image

غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

یاده غونډه چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د لیلیې محصلینو د ستونزو د حل او د وړاندیزونو او نظریاتو اورېدو په موخه جوړه شوې وه په کې مالي او اداري مرستيال ښاغلي مولوي محمد ياسين حقاني، د څانګو آمرینو  او د دی پوهنتون د ليليې محصلينو ګډون کړى وو.
په پیل کې مالي او اداري مرستيال ښاغلي  مولوي محمد ياسين حقاني د ښه راغلاست وینا تر څنګ لازمې سپارښتنې وکړې.
نوموړي له ټولو محصلینو وغوښتل چې لمنځونه په جماعت ترسره کړي، سګریټ او نور نشه یي توکي ونه کاروي، د انټرنیټ څخه سمه استفاده وکړي او په خپلو منځونو کې د ورورګلوۍ ژوند وکړي.
ښاغلي حقاني زیاته کړه: محصلین باید د تک راتګ پر مهال له بایومتریک وسایل څخه په قانوني توګه استفاده وکړي، خپل د لیلیې کارتونه خوندي کړي او تر څنګ یې خپل هغه شکایتونه چې دوی یې لري اړوندو مسولسینو ته ورسوي.
د غونډې په پای کې محصلینو خپل نظریات، وړاندیزونه او ستونزې شریکې کړې، چې مسؤلینو یادې ستونزې او وړاندیزونه یاداشت کړل او  ژمنه وکړه، چې د حل لپاره به لازم اقدامات ترسره کوي.
غونډه د دعايې په ویلو سره پای ته ورسیده.
 

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS