د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ۵۵۰ تنو مسلکي انجنیرانو د فراغت مراسم د ا.ا.ا د لوړو پوړو مسؤلینو په شتون کې تر سره شول

kpu_admin
Thu, May 02 2024 8:58 AM
photo

مراسم د قرانکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شول.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي  رئیس ښاغلي  پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال د ا.ا.ا لوړ پوړو چارواکو،  استادانو، محصلینو او میلمنو د ښه راغلاست وینا تر څنګ د مسلکي انجینرانو فراغت یوه ستره لاسته راوړنه وبلله، محصلینو ته یې د فراغت مبارکي وویله او له هغوی یې وغوښتل چې په خپل ټول توان د دین، هېواد، او ټول نې خدمت ته اوږه ورکړي.
ورپسې د ریاست الوزرا  سیاسي مرستیال ښاغلي  مولوي عبدالکبیر محصلینو، د هغوی کورنیو او په خاص ډول د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشرتابه ته د دې لوی ویاړ مبارکي وویل.
ښاغلي  مولوي عبدالکبیر د حکومت په اډانه او په هیواد کې د سترو پروژو د تطبیق په برخه کې د مسلکي اشخاصو ګمارل مهم وبلل او آباداني وطن د لوستو او ژمنو خلکو مسوولیت دی.
نوموړي په هیواد کې لویې پروژې لکه ټاپي، کاسا او قوشتېپه مهمې او د پانګونې وړ پروژې وبللې او ژمنه يې وکړه چې د دولت په بېلابېلو څانګو کې به مسلکي کادرونه او انجنيران وګماري.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت وزیر ښاغلي شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم یادې غونډې ته په خپلو خبرو کې له فارغو شویو محصلینو وغوښتل، چې له خپلو ټولو وړتیاو او تجربو څخه د دین او هېواد په ابادۍ کې په صادقانه توګه خدمت وکړي.
دغه راز يې مسوولينو او استادانو ته یادونه وکړه، چې د اسلامي نظام د برياليتوب لپاره د نوي نسل د ښوونې او روزنې په برخه کې بشپړ هلې ځلې وکړي.
ښاغلي ندیم د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې فارغ شوي انجینران په مسلکي بستونو کې ګماري او ورته هر راز کاري فرصتونه به ورته برابروي.
د غونډې په جریان کې د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزیر شیخ محمد خالد حنفي د خپلو خبرو په ترڅ کې د اسلام له نظره د تخنیکي وسایلو او تجهیزاتو په جوړولو او کارولو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل. ښاغلي حنفی زیاته کړه: تخنیکي وسایل او تجهیزات د انسانانو د ژوند مهمه برخه ده او په دې برخه کې هڅه د هوسا ژوند او پرمختګ سبب ګرځي.
د غونډې په دوام کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین  ښاغلي دکتور لطف الله خیرخواه زیاته کړه: زده کړه د انسان په فکر، شخصیت او کارکردګۍ کې د مثبت بدلون لامل ګرځي او محصلینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې له ټولنې سره ځان عیار کړي او له نویو وسایلو او ټکنالوژۍ څخه په معقوله او مثبته توګه استفاده وکړي.
ښاغلي خیرخواه له محصلینو څخه وغوښتل چې د لیسانس تر بشپړولو وروسته د ماسټرۍ او دوکتورا دورې ادامه ورکړي او یوازې په لیسانس دوره بسنه ونه کړي.
په اخیر کې غونډه د ډیپلومونو، مادي او نغدي ډالیو په ویشلو او د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسیده.

گالری:

Photo
Photo
Photo
Photo
Photo
Photo
Photo
Photo

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS

User account menu