د کابل پولي تخنیک او ښوونې او روزنې پوهنتونونو کارمندانو ته ښوونیز سیمینار جوړ شو

kpu_admin
Tue, Feb 20 2024 8:54 AM
photo

‎سیمینار د قرانکریم د مبارکو آیاتو په تلاوت سره پیل شو.
‎یاد سیمینار چې د کاري پلان جوړونې او د کمپیوټري پروګرامونو د زده کړې په موخه جوړ شوی، په کې د کابل پولي تخنیک او ښوونې او روزنې پوهنتونونو اداري کارمندانو ګډون درلود.
‎لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي محمد یاسین حقاني د کارمندانو د ظرفیت لوړولو په موخه د دغه سیمینار د جوړیدل د عصري زده کړو او د اسلام د سپیڅلي دین له نظره ډیر مهم او ارزښتناک یاد کړ.
‎ نوموړي د سيمينار له ګډونوالو وغوښتل، چې د ياد شوي سيمينار زده کړې ته جدي پاملرنه وکړي او د خپلو کاري چارو د سمون په موخه له زده کړو څخه په اغېزمنه توګه ګټه پورته کړي او په پوره صداقت ورته حاضري وکړي.
‎همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د ظرفیت لوړونې آمر ښاغلي عبیدالله مولایی د یاد سیمینار په پیلولو کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون له همکارۍ څخه مننه او قدردانی وکړ او د سیمینار د محتوا په اړه یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
‎د يادونې وړ ده، چې دغه سيمينار لوړو زده کړو وزارت له خوا د کابل پولي تخنيک پوهنتون د بشري سرچینو او د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریتونو په همغږۍ د کابل پولي تخنيک او ښوونې او روزنې پوهنتونونو د کارمندانو لپاره جوړ شوى، چې يوه اوونۍ به دوام وکړي.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS