په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د 1402 کال کانکور عمومي ازموینه د امتحاناتو ملي ادارې او لوړو زده کړو وزارت له خوا په ګډه واخیستل شوه. 1445/2/1---1402/5/27
![په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د 1402 کال کانکور عمومي ازموینه د امتحاناتو ملي ادارې او لوړو زده کړو وزارت له خوا په ګډه واخیستل شوه. 1445/2/1---1402/5/27](/sites/default/files/2023-08/697d0257-5f45-4f43-a905-8e2ee712d163.jpg)
یاد مراسم د قران کریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول.
په دې مراسمو کې د امتحاناتو ملي ادارې غړو، د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري هئیت او استادانو حضور درلود.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال د ښه راغلاست وینا تر څنګ، په دغه ازموینه کې ټولو نوماندانو ته د شفافیت ډاډ ورکړ.
نوموړي د امتحاناتو ملي ادارې سره په دغه ازموینه کې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه او ورسره څنګ کې یې په ازموینه کې ټولو نوماندانو ته د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.
همدا رنګه ښاغلي پوهاند عبدالشکور داور د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کانکور آزموینې حوزوي مسؤل د کانکور آزمویني د څرنګوالي په اړه استادانو ته هر اړخیز معلومات وړاندي کړل.
د یادونې وړ ده چې د ازموینو د ملي ادارې تخنیکي مرستیال ښاغلي شیخ رحیم الله حقاني او د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشرتابه پلاوي د ازموینې له جریان څخه څارنه او لیدنه وکړه.
په اخیر کې ازموینه د دعایې په ویلو سره پیل شوه.
![په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د 1402 کال کانکور عمومي ازموینه د امتحاناتو ملي ادارې او لوړو زده کړو وزارت له خوا په ګډه واخیستل شوه. 1445/2/1---1402/5/27](/sites/default/files/inline-images/40f6a542-2d4b-4639-84a2-65cc959d4408.jpg)
![په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د 1402 کال کانکور عمومي ازموینه د امتحاناتو ملي ادارې او لوړو زده کړو وزارت له خوا په ګډه واخیستل شوه. 1445/2/1---1402/5/27](/sites/default/files/inline-images/1f9d8962-494f-4403-92de-356a68a9284b.jpg)
![په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د 1402 کال کانکور عمومي ازموینه د امتحاناتو ملي ادارې او لوړو زده کړو وزارت له خوا په ګډه واخیستل شوه. 1445/2/1---1402/5/27](/sites/default/files/inline-images/70c78766-7a2f-4de6-84d4-292b517da80e.jpg)