د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ۱۴۰۳ او ۱۴۰۴ ه ش تحصیلي کال ۱۲۰۰ تنه فارغ محصلین د کاري زده کړو او کاري فرصتونو د تر لاسه کولو په موخه اطلاعتو او کلتور وزارت ته معرفي کړل

kpu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۳۶
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ۱۴۰۳ او ۱۴۰۴ ه ش تحصیلي کال ۱۲۰۰ تنه فارغ محصلین د کاري زده کړو او کاري فرصتونو د تر لاسه کولو په موخه اطلاعتو او کلتور وزارت ته معرفي کړل

د کابل پولي تخنیک پوهنتون او دولتي ادارو ترمنځ د بنسټیزو همکاریو د پیاوړتیا او د اکاډمیکو زده کړو او د کار بازار اړتیاوو ترمنځ د اغېزمن تړاو د رامنځته کولو په موخه، د ۱۴۰۳ او ۱۴۰۴ ه ش تحصیلي کلونو شاوخوا ۱۲۰۰ تنه فارغ‌التحصیل محصلان د کاري زده کړو او کاري فرصتونو د تر لاسه لپاره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معینیت ته ور وپېژندل شول.

ټاکل شوې ده چې یاد فارغ ‌التحصیلان د کاري زده دکړو په پروګرامونو کې د ګډون له لارې عملي تجربې ترلاسه کړي او خپلې مسلکي وړتیاوې او تخصصي مهارتونه لا پیاوړي کړي.

د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري ټینګار کوي چې د داسې فرصتونو برابرول د متخصص بشري ځواک د پیاوړتیا، د ځوانانو د علمي ظرفیتونو د اغېزمنې استفادې او د هېواد د پراختیا او بیا رغونې په بهیر کې د هغوی د ونډې د زیاتوالي لپاره مهم ارزښت لري. یاد پوهنتون تل هڅه کړې چې له دولتي او سکتوري بنسټونو سره د همکاریو د پراخولو له لارې د فارغ‌التحصیلانو ملاتړ او د کاري فرصتونو ته د هغوی لاسرسی اسانه کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۹:۱۳
Background image

دور دوم امتحان برنامه‌ های ماستری پوهنتون پولی ‌تخنیک کابل از سوی اداره ملی امتحانات اخذ گردید

دور دوم  امتحان ورودی برنامه‌ های ماستری پوهنتون پولی ‌تخنیک کابل از سوی اداره ملی امتحانات، در فضای شفاف، منظم و با رعایت کامل اصول و طرزالعمل ‌های امتحانی اخذ شد.

در این مرحله، از. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۸:۵۳
Background image

دور نخست امتحان برنامه‌ های ماستری پوهنتون پولی ‌تخنیک کابل از سوی اداره ملی امتحانات اخذ گردید

دور نخست امتحان ورودی برنامه‌ های ماستری پوهنتون پولی ‌تخنیک کابل از سوی اداره ملی امتحانات، در فضای شفاف، منظم و با رعایت کامل اصول و طرزالعمل ‌های امتحانی اخذ شد.

در این مرحله، از. . .

BACK TO NEWS

User account menu