په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د زده کړیالانو د ظرفیت لوړولو کورسونه پرانیستل شول. ۱۴۴۴/۹/۱۱
غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
یاد کورسونه چې د دغه پوهنتون د زده کړیالانو د انسجام او خدمتونو آمریت له خوا په لاره اچول شوي پکې زیات شمیر زده کړیالانو ګدون درلود.
د پرانیستنې په دې مراسموکې د زده کړیالانو د خدمتونو او انسجام آمر ښاغلي سید عین الله هاشمي ټولو ګډونوالوته د ښه لاغلاست وینا وکړه.
همدارنګه ښاغلي هاشمي د خپلو خبرو په ترڅ کې د ښه اکاډمیک چاپیریال، کاري وړتیاؤ او د زده کړیالانو لپاره د شته سهولتونو یادونه وکړه، نوموړي له زده کړیالانو څخه غوښتنه وکړه چې له دې فرصت څخه ګته پورته کړي او په يادو ښوونیزو کورسونو او پروګرامونو کې برخه واخلي
یاد د پرانیستې مراسم د دعايې په ویلو سره پای ته ورسیدل.