د مرکزي او ولایاتي دولتي پوهنتونونو د نشراتي مسؤلینو لپاره د ظرفیت لوړونې او فکري روزنې ورکشاپ دایر شو

kpu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۷ - ۱۵:۴۲
Photo

12-11/2/1445 –7-6/6/1402

ورکشاپ د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو.
د یاد ورکشاپ د پیل مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو رئیس ښاغلي قاري محمد
سلیمان شریفي په داسي حال کې د ښه راغلاست وینا وکړه چې د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال دکتور لطف الله
خیرخواه، د ا.ا.ا مرستیال ویاند ښاغلي بلال کریمي د مرکز او ولایاتو د دولتي پوهنتونونو د نشراتو مسؤلینو، یو شمیر
میلمنو او استادانو ګډون درلود.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دکتور لطف الله خیرخواه د رسنیو له لاري د فکري جګړې پر څرنګوالي
هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي خیرخواه د بهرنیو رسنیو لخوا په اسلامي ټولنو کې د تبلیغاتي جګړې او د خلکو د ذهنونو د تخریب په اړه مفصلې
خبرې وکړې، نوموړي وویل: د نشراتو مسؤلین باید خپل مسؤلیتونه درک کړي، د رسنیو له لاري فکري جګړې ته متوجه
شي او ورسره څنګ کې پر حقایقو، بې طرفۍ او دقت ولاړو خبرونو په خپرولو یې ټینګار وکړ..
ورپسې د ا.ا.ا. د ویاند مرستیال ښاغلي بلال کریمي د ا.ا.ا نشراتي پالیسي په مکمل ډول بیان کړه.
نومړي زیاته کړه چې د ا.ا.ا پالیسي دا ده چې خلک په خپلو خبرونو کې ملي وحدت، یووالي او ورولۍ ته رابولي او د بې
بنسټه، په دروغو او شایعاتو او تعصب څخه ډکو خبرونو په نه خپرولو یې ټینګار وکړ.  ښاغلي کریمی د پوهنتونونو د
نشراتی مسؤلینو د مثبتو کارونو ستاينه وکړه.
همدا راز  د کابل پوهنتون د ژورنالیزم او ارتباطاتو پوهنځي استاد ننګیالي ننګیال د ویډیو ګرافي، ښاغلي پوهنوال محمد
شفیق وردګ د معیاري خبر لیکلو
او د باختر اطلاعاتي آژانس رئیس ښاغلي  مولوي ضیاالحق حقمل په رسنیو کې د خپرونو د مهمو ټکو او د هغې د
ارزښتونو په اړه په خپل پرزینټیشنونه په تفصیل او هر اړخیزه توګه وړاندې کړل.
په اخیر کې د ورکشاف لومړۍ ورځ د دعایې په ویلو سره پای ته ورسید.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۹:۱۳
Background image

دور دوم امتحان برنامه‌ های ماستری پوهنتون پولی ‌تخنیک کابل از سوی اداره ملی امتحانات اخذ گردید

دور دوم  امتحان ورودی برنامه‌ های ماستری پوهنتون پولی ‌تخنیک کابل از سوی اداره ملی امتحانات، در فضای شفاف، منظم و با رعایت کامل اصول و طرزالعمل ‌های امتحانی اخذ شد.

در این مرحله، از. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۸:۵۳
Background image

دور نخست امتحان برنامه‌ های ماستری پوهنتون پولی ‌تخنیک کابل از سوی اداره ملی امتحانات اخذ گردید

دور نخست امتحان ورودی برنامه‌ های ماستری پوهنتون پولی ‌تخنیک کابل از سوی اداره ملی امتحانات، در فضای شفاف، منظم و با رعایت کامل اصول و طرزالعمل ‌های امتحانی اخذ شد.

در این مرحله، از. . .

BACK TO NEWS

User account menu